په اروپايي اتحاديه کي بهرنيانو ته د اقامو ورکړه زياته سوېده
د کرونا پاندمي پر وخت په اروپايي اتحاديه کي و بهرنيانو ته د ويزو او اقامو په ورکړه کي کمښت راغلی ؤ. خو دغه شمېرې بېرته پخواني حالت ته راګرځېدلي دي.
د کرونا پاندمي پر وخت په اروپايي اتحاديه کي و بهرنيانو ته د ويزو او اقامو په ورکړه کي کمښت راغلی ؤ. خو دغه شمېرې بېرته پخواني حالت ته راګرځېدلي دي.
د هغو ارقامو له مخي چي په دا وروستیو کي خپاره سوي، په آلمان کي هره ورځ پر پناه غوښتونکو تقریباً دوه بریدونه ترسره کیږي. د دغه هیواد د احصایې ادارې د ۲۰۲۲م کال په لومړۍ نیمايي کي پر مهاجرو مجموعاً ۴۲۴ بریدونه ثبت کړي دي.
د آلمان حکومت د طالبانو له خوا د واک ترلاسه کولو کابو يو کال وروسته هم آلمان ته له خطر سره د مخامخ افغانانو د انتقال هڅو ته دوام ورکړی دی، خو واکمن طالبان په دې لار کې تل نوي خنډونه اچوي.
د اروپايي اتحاديې محکمې په آلمان کي د مهاجرو سره د هغوی د کورنۍ د الحاق په هکله د دغه هيواد بعضي قوانين ناسم وبلل.
د آلمان د باندنيو چارو وزيرې انالېنا بېربوک ترکيې او يونان ته د خپل سفر له پېلولو مخکي پر دغو هیوادونو غږ کړی چې د کډوالۍ د مسلې په اړه له تورونو لګولو او شخړو لاس واخلي.
په آلمان کې يو شمير سازمانونو غوښتنه کړېده چي له دغه هيواد څخه دي مهاجر يونان ته نه اخراجيږي. د دبلن تړون پر اساس هغه هيواد د پناه غوښتنې دوسيه څېړي چي په لاري يې مهاجر اروپا ته داخل شوی وي.
د آلمان خبري آژانس لیکلي چې په دې وروستیو کې د آلمان په برلین ښار کې د مهاجرو شمیر په بې سارې توګه لوړ شوی. په دغه ښار کې مهاجرو ته ځانګړي شوي ځایونه مخ پر خلاصیدو دي او نویو مهاجرو لپاره ډیر کم ځایونه خالي پاتي. ویل کیږي چې ګڼ شمیر اوکرایني مهاجر هم دغه ښار ته پناه وړې.
د آلمان د کورنيو چارو وزيري نېنسي فېزر او د روزګار وزير هوبېرتوس هايل د کډوالۍ او قانوني مهاجرت لپاره د آلمان د قوانينو د تعديل چوکاټ نوی تعريف کړی دی.
د آلمان د پولیسو له خوا ویل شوي دي چې د پیژندل شوو شکمنو مجرمو کسانو په ډله کې د مهاجرو شمیر نور هم راکم شوی دی، البته دا تناسب بیا د مهاجرو د میلیتونو په برخه کې توپیر کوي.
د آلمان د حکومت د معلوماتو له مخې واک ته د طالبانو له رسیدو راهیسې ۷۵ سلنه هغه افغان محلي کارکوونکي چې منل شوي و، آلمان ته رارسیدلي دي.
د اروپا د پولې ساتنې اداره یا فرانتکس اندېښنه څرګندوي چې اوکراین کې د جګړې له کبله د نړۍ په کچه رامنځته شوی غذایي کړکېچ اروپا ته د کډوالو د نویو څپو لامل ګرځېدلی شي.
د آلمان لومړي وزیر اولاف شولتز د خپل هیواد د مهاجرت قوانینو بیا کتنه او په کې د بدلون راوستلو لړۍ پیل کړې ده. هدف دا دی چې لا ډېر مهاجر په آلمان کې د پاتې کېدو امکان ولري. هغوی تر دې مخکې د اخراج له ګواښ سره مخامخ ول.