انجلینا جولي: «پرانیستی افغانستان ممکن دی»
د امريکا د متحده ايالاتو د فلمي نړۍ هاليووډ نامتو ښځينه ممثلي انجلينا جولي افغان مېرمنو ته ويلي چي هيلي له لاسه ورنکړي.
د امريکا د متحده ايالاتو د فلمي نړۍ هاليووډ نامتو ښځينه ممثلي انجلينا جولي افغان مېرمنو ته ويلي چي هيلي له لاسه ورنکړي.
د ژغورنې نړيوالې کميټې یا آی. آر. سي یو تازه رپوټ وايي په افغانستان کې د لوږې اوسنی کړکیچ به په احتمال سره د وروستیو شل کلونو په پرتله د ډيرو افغانانو ژوند واخلي. په تیرو ۱۲ میاشتو کې تر ډيره افغان میرمنې اغیزمنې شوي دي.
طالبان يو کال مخکي په افغانستان کې بيا واک ته ورسېدل. د آلمان د بهرنيو چارو وزير انالينا بيربوک ويلي دي چي هيواد به يې تر دې وروسته هم په افغانستان کي د بشري حقونو او ديموکراسۍ ملاتړ وکړي.
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ سره سم د تیر کال د اګست په ۱۵مه، د نورو هیوادونو په څیر جرمني او فرانسې هم له کابل څخه په پوځي الوتکو کې د افغانانو د ایستلو لړۍ پیل کړه چې له امله يي لسګونه زره افغانان دغو دوو هیوادونو ته انتقال شول.
په کابل کي د طالبانو د پر واک راتلو يو کال پوره کېدو وروسته لا هم له افغانستان څخه د افغانانو هجرت ادامه لري. مهاجر وايي د هجرت لاملونه يې لا زيات سوي دي.
د مرستندويه ټولنو په حواله له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو يو کال وروسته هلته بشري وضعيت د بل هر وخت په پرتله ډېر خراب دی. زياته شوې چې ماشومان، ناروغان، زاړه او ميندوارې ډېر کړيږي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره ( اوچا) په خپل یو راپور کې ویلي چې په تیرو شپږو اونیو کې د پکتیکا او خوست ولایتونو د سلګونه زره زلزله ځپلو کورنیو سروې ترسره شوې چې په پایله کې ۱۰۰ زره کسان د بیړنیو بشري مرستو مستحق پیژندل شوي دي.
د بشري حقونو سازمانونه وایي چې د کابل له سقوط څخه یو کال وروسته برېتانیا له افغانستان څخه د افغانانو په ایستلو کې پاتې راغلې ده. سلګونه ښوونکي، ژباړونکي او د برېتانوي شرکتونو افغان همکاران برېتانیا کې د مېشتېدو د اجازه لیکونو د ترلاسه کولو سربېره لا هم په افغانستان کې بند پاتې دي.
د آلمان حکومت د طالبانو له خوا د واک ترلاسه کولو کابو يو کال وروسته هم آلمان ته له خطر سره د مخامخ افغانانو د انتقال هڅو ته دوام ورکړی دی، خو واکمن طالبان په دې لار کې تل نوي خنډونه اچوي.
د بهر میشتو افغانانو نړیواله شورا (AGDC) مسولین په ترکیه کې د افغان کډوالو د ډله ایزې ایستنې په اړه ژوره اندیښنه څرګندوي او د دغه هیواد له چارواکو غواړي چې د افغان کډوالو نیول او د وضعیت تر سمیدو پورې افغانستان ته د دوې استول ودروي. دا په داسې حال کې ده چې له ترکیې څخه د افغانانو د ایستلو پروسه په بې سارې ډول ډیره شوې.
په پاکستان کې د افغانستان سفارت د شنبې په ورځ خبر ورکړ چې شاوخوا ۲۵۰ افغانان چې د پاکستاني پولیسو لخوا زنداني شوي و بیرته آزاد شوي. په نیول شویو کسانو کې یوه تازه واده شوې جوړه هم شامله وه چې د واده لومړۍ شپه يي په زندان کې تیره کړه.
ایران د افغان کډوالو د ایستلو په لړ کې یوازې تیره اونۍ له ۱۰۰۰ ډیرو افغان کډوال چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، د هرات او نیمروز ولایتونو له لارې بیرته افغانستان ته استولي. د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي چې سلګونه نور په همدغه موده کې په خپله خوښه هیواد ته ستانه شوي دي.