فرانتکس وایي د خوړو کړکېچ اروپا ته د کډوالو د نویو څپو د راتګ لامل ګرځېدلی شي
د اروپا د پولې ساتنې اداره یا فرانتکس اندېښنه څرګندوي چې اوکراین کې د جګړې له کبله د نړۍ په کچه رامنځته شوی غذایي کړکېچ اروپا ته د کډوالو د نویو څپو لامل ګرځېدلی شي.
د اروپا د پولې ساتنې اداره یا فرانتکس اندېښنه څرګندوي چې اوکراین کې د جګړې له کبله د نړۍ په کچه رامنځته شوی غذایي کړکېچ اروپا ته د کډوالو د نویو څپو لامل ګرځېدلی شي.
د هغه راهيسي چي روسيې د فبرورۍ مياشتي په آخر کي پر اوکراين بريد وکړ، تر ۵ مليونه زيات اوکراينيان مهاجر سول. خو زيات بېرته هيواد ته ستانه سوي هم دي.
پر اوکراین د روسیې له یرغل سره اوس یو مشیر اروپايي هیوادونو د اوکرایني کډوالو د نویو څپو لپاره چمتو والی ښودلی. بل پلو یوه افغانه کورنۍ چې د طالبانو له ولکې وروسته اوکراین ته استول شوې وه په دغه هیواد کې بند پاتې.