برېتانیا غواړي چې مجرم او متخلف کډوال ځیرک ساعتونه په لاس کړي
برېتانیا وایي سر له راتلونکې مني به مجرم او متخلف کډوال باید داسې ځېرک ساعتونه په لاس کړي چې د څېرې د پېژندنې امکان برابروي. د دغه هېواد د کورنیو چارو او عدلیې وزارتونه وایي چې دغه بندیز پر پناه غوښتونکو نه عملي کېږي، خو سازمانونه خبرداری ورکوي چې یاده تکنالوژي له بشري حقونو څخه د سرغړونې لامل ګرځېدلی شي.