له افغانان پناه غوښتونکو سره د بلغاريي پولیسو د تاوتریخوالي په اړه د بشري حقونو دڅار ادارې اندیښنه
د بشري حقونو د څار ادرې په یوه تازه راپور کې ویلي چې له ترکیې سره پر پوله، د بلغاریا چارواکو یو شمیر افغان کډوال له وهلو ډبلو او شکنجې وروسته بیرته ترکیې ته استولي او د دوې د ځپلو لپاره يي له سپیو کار اخیستی. یادې ادارې له اروپايي ټولنې غوښتي چې دا ډول غیر انساني چلند مخه و نیسي.