د اوروس سمندر کوچني ټاپو کې بند پاتې مهاجر: د یوې ماشومې په ګډون څلور تنه مړه شوي
د اوروس سمندر کوچني ټاپو کې یوه پنځه کلنه نجلۍ د تېرې دوشنبې په شپه د لړم د چیچلو له امله مړه شوې ده. نوموړې یوه له هغو ۷۰ کډوالو وه چې له تېرو څو ورځو راهیسې دغه ټاپو کې بند پاتې دي. له دې سره د مړو شمېر څلورو کسانو ته رسېږي.