له ترکیې څخه د کډوالو د ایستلو دوام: یوازې په جون میاشت کې له ۱۲ زرو ډیر افغانان ایستل شوي
د ترکیې د کډوالۍ ادارې خبر ورکړی چې په روان میلادي کال کې زرګونه افغان او پاکستانیان یوازې د عامه نظم د کډوډولو په تور بیرته خپلو هیوادونو ته شړل شويدي. چارواکي وايي چې په ترکیه کې د ناقانونه کډوالو پر وړاندې عملیات چټک او پر پولو پراخ محدودیتونه لګول شوي.