شمالي مقدونیه: د کډوالو لارۍ نسکورېدو پېښه کې ۳۵ تنه ټپیان شوي دي
د شمالي مقدونیې چارواکي وایي چې د تېرې چهارشنبې په ماښام دغه هېواد کې د کډوالو د یوې لارۍ نسکورېدو پېښې ۳۵ تنه مهاجر ټپیان کړي دي. ویل کېږي چې یاد کډوال له یونان څخه شمالي مقدونیې ته اوښتي وو.