یونان: پنځه تنه له لبنان څخه ایټالیا ته د کډوالو د قاچاق په تور نیول شوي
یوناني ځواکونو پرون سه شنبه وویل چې د دغه هېواد د کارپاتوس ټاپو په ساحلو اوبو کې یې پنځه تنه شکمن کسان اروپا ته د شاوخوا سلو کډوالو د قاچاق په تور نیولي دي. په وینا یې دوی هڅه کوله چې کډوال له لبنان څخه د سمندر له لارې ایټالیا ته انتقال کړي.