ملګري ملتونه: اروپا ته پر لار د مړو او ورکو شویو کډوالو شمیر دوه برابره ډیر شوی
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په یوه تازه راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۱ کال کې له درې زرو څخه ډیر کډوال چې اروپا ته يي د تګ هڅه درلوده د مدیترانې او اتلانتیک په سمندر کې ډوب شوي او یا هم مړه شوي دي.