د رومانیا او هنګري پر پوله په دوو لاریو کې تر ۱۰۰ ډېر کډوال نیول شوي
د رومانیا ځواکونو پرون چهارشنبه د دغه هېواد د نادلاک ۲ سرحدي پوسته کې تر ۱۰۰ ډېر کډوال نیولي دي چې په دوو لاریو کې سپاره وو.
د رومانیا ځواکونو پرون چهارشنبه د دغه هېواد د نادلاک ۲ سرحدي پوسته کې تر ۱۰۰ ډېر کډوال نیولي دي چې په دوو لاریو کې سپاره وو.
د رومانیایي رسنیو په حواله تېره دوشنبه د دغه هېواد د پیتیا سیمې په سرحدي پوسته کې په یوه لارۍ کې ۵۰ کډوال نیول شوي چې د پاکستان، هند او بنګله دېش اتباع دي.
د هنګري چارواکي وایي چې د جمعې او یکشنبې په ورځو کې د دغه هېواد په مرکزي او سوېلي سیمو کې دوو بېلابېلو ترافیکي پېښو درې کډوال وژلي او تر ۳۰ تنه نور یې ټپیان کړي دي.
د هنګري چارواکي وایي چې د روان کال تر دې دمه یې دغه هېواد ته د ۱۵۰ زره مهاجرو د اوښتو مخه نیولې ده. تېر کال همدې موده کې هنګري ته د ۴۳ زره مهاجرو د داخلېدو مخنیوی شوی و. هنګري په وار وار په دې تورنه شوې ده چې مهاجر په ناقانونه او تاوتریخجنه طریقه له خپلو پولو څخه په شا تمبوي.
د یونان په شمالي سیمه کې د تېرې شنبې په ورځ دوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د لومړنیو معلوماتو له مخې، وژل شویو کې یو مهاجر او یو قاچاق وړونکی دي چې دواړه یې د پاکستان تابعیت لري. په دغه موټر کې ۱۲ تنه نور هم سپاره ول چې ټپیان شوي دي.
د هنګري نشنلیست سیاستوال ویکتور اوربان پرون یک شنبه د څلورم ځل لپاره د دغه هیواد د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. ویکتور اوربان د مهاجرو ضد دریځ لري چې له امله یې څو ځله د اروپایي محکمو له خوا محکوم شوی دی.
د رسنیو د راپورونو په حواله د هنګري په سوېلي برخه کې ترافیکي پېښې ۲۶ کډوال ژوبل کړي دي. دې پېښه کې لارۍ چلوونکی هم ټپی شوی دی.
د هنګري پولیس وایي د دغه هیواد ځواکونو په تېرو درېو ورځو کې هنګري ته د شاوخوا ۶۰۰ کډوالو د ننوتلو مخه نیولې ده. همدارنګه ۱۲ تنه نور د انساني قاچاق په شک نیول شوي دي.
د اروپایي ټولنې د عدالت محکمې پرون سه شنبه د نومبر ۱۶مه د یو پرېکړه لیک په خپرولو سره هنګري د پناه غوښتنې حق په برخه کې له اروپایي قوانینو څخه په سرغړونه تورنه کړه. محکمې د هنګري هغه قانون ته اشاره کړې ده چې له مخې یې له پناه غوښتونکو سره مرسته جرم بلل کېږي.
د هنګري لومړي وزير ويکتور اوربان لوېديځ ته وړانديز کړی دی چي هنگري به هغو مهاجرو ته لاره ورکړي چي غواړي لوېديځو اروپايي هيوادونو ته ولاړ شي.
اتریشي ځواکونو له هنګري سره پولې ته څېرمه په یوه لارۍ کې د دوو مهاجرو مړي موندلي دي. د پولیسو په حواله ۲۶ تنه نور مهاجر ژوندي نیول شوي دی. لارۍ چلوونکی په تېښته بریالی شوی دی.
د هنګري یوې محکمې دوه بوسنیایان اتریش ته د ۱۷ افغانانو په ګډون د ۱۹ کډوالو د قاچاق په تور په بند محکوم کړي دي. د یادولو ده چې د محکمې د دغې پرېکړې تطبیق الزامی نه دی.