په جولای مياشت په يوه ورځ ۶۹ افغان مهاجر اخراج کړل سول
په جولای مياشت په يوه ورځ ۶۹ افغان مهاجر اخراج کړل سول

د آلمان حکومت غواړي چې لا زيات رد شوي مهاجر افغانستان ته اخراج کړي. د کورنیو چارو وزارت له خوا ويل شوي چې دوی پلان لري «هره مياشت رد شوي افغان مهاجر د يوې الوتکي په واسطه کابل ته انتقال کړي.»

د آلمان د کورنیو چارو وزارت معين هلموت ټایشمن آلمانۍ ورځپاڼي «بیلډ ام زونټاگ» ته ویلي دي: «موږ ټولو ایالتونو ته د دې څخه خبر ورکړی دی، چي نور نه یوازې مجرمین، خطرناک او یا د غلط هویت کسان اخراجېدلای شي، بلکه ټوله هغه افغانان چي باید د جرمني څخه ووځي او نور د پاته کېدو اجازه او اقامه نه لري هم ايستل کيږي.» د نوموړي په خبره هدف دا دی، چې افغانستان ته د رد شوو افغان مهاجرو د بیرته لیږلو تعداد په ښکاره ډول سره لوړ کړل شي. ټایشمن اضافه کوي: «دمګړی په آلمان کې ۱۶۲۳۶ افغانان له دغه هيواد څخه په وتلو مکلف دي. ۱۲۱۶۹ بیا مؤقتي اقامه لري.»

د کورنیو چارو د وزارت په حواله په سږ عیسوي کال کې تر اوسه پوري په شپږو الوتکو کې په ټوليزه توګه ۱۴۸ افغانان اخراج شوي دي. په ۲۰۱۷ م کال کي د دغو کسانو شمېر ۱۲۱ کسان ؤ.

د روان ۲۰۱۸ کال د جولای میاشتې په سر کې آلمان په یوه الوتکه کې ۶۹ رد شوي افغان مهاجر افغانستان ته اخراج کړل. پر يو وخت په دغه شمېر زيات افغانان تر مخه نه ول اخراج شوي.

د بشري حقونو د دفاع سازمانونو لکه د مهاجرو پلوي کوونکي سازمان پرو ازيول د المان د حکومت پر دغه دريځ سختي نيوکي کړي دي. دغه سازمان وايي چي په کابل کې د آلمان پر سفارت تر ستر بريد وروسته کوم آلمان خپل ځان مکلف کړی ؤ چي یوازې به مجرمین، ترهگرۍ ته تمايل لرونکي او د ناسم هيوت کسان اخراجوي. د دغه سازمان په وينا البته د آلمان حکومت اوس له دغه دريځ څخه پر شا شوی دی.

آلمان په داسي حال کې د رد شوو افغانانو د اخراج د زياتولو خبره کوي چي د افغانانو اخراج د افغانستان د امنیتي وضعې له کبله شخړيز دی. دا په دې وجه ولې چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت په زيات سرعت سره کيدای شي خراب شي. طالبانو تر اوسه د سولې په تړاو د حکومت د اوربند پیشنهادونه رد کړي او پر دولتي ځواکونو باندي خپلو بريدونو ته ادامه ورکوي.

 

نورې ليکنې