کابل، ۲۰۱۸. کرېډېټ: وکیل کوهسار، د فرانسې خبري اژانس
کابل، ۲۰۱۸. کرېډېټ: وکیل کوهسار، د فرانسې خبري اژانس

د ماشومانو د خوندي ساتنې سازمان (Save The Children) وایي له اروپا څخه افغانستان ته اخراج شوي ماشومان له بېلابېلو ګواښونو سره مخامخ دي: کېدای شي چې دوی د بریدونو قربانیان وي او یا هم د وسله والو ډلو له خوا جلب او جذب شي. څلور کاله کېږي چې ۱۶ کلنه زهرا او کورنۍ یې له ناروې څخه بېرته افغانستان ته اخراج شوې دي.

کابل کې د فرانسې نړیواله راډیو خبریاله سونیا غزالي

په ۲۰۱۷م کال کې شاوخوا ۴۲۶۰ کډوال له اروپا څخه بېرته افغانستان ته اخراج شوي دي. دا په داسې حال کې چې افغانستان کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی. دې هیواد کې یوازې د ۲۰۱۸م کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د مړه شویو او ټپیانو شمیر ۱۷۰۰ تنانو ته رسېږي.

د ماشومانو د خوندي ساتنې سازمان وایي افغانستان امن نه دی او پر اروپا یې غږ کړی چې د افغانانو د اخراج لړۍ دې ودروي. یاد سازمان زیاتوي چې افغانستان ته بېرته اخراج شوي کډوال له بېلابېلو ګواښونو سره مخامخ کېږي.

«د مړه شویو کسانو په ډله کې زما ملګري هم وو»

څلور کاله کېږي چې زهرا او کورنۍ یې له ناروې څخه اخراج شوې دي. نوموړې وایي: «موږ د کابل په لوېدیځ سیمه کې ژوند کوو. دلته هره ورځ بریدونه کېږي. څو مودې وړاندې د کابل د لوېدیځ سیمې په زمان جومات کې چاودنه وشوه. بیا موعود کورس کې پر زده کوونکو یو بل ځانمرګی برید وشو. د مړه شویو کسانو په ډله کې زما ملګري هم وو.»

د زهرا په وینا ناروې کې ماشومان ازاد دي او د هلکانو او نجونو تر منځ توپیر نه شته. خو افغانستان کې دوی له یو بل سره جلا دي.

«دوی د اروپایانو په شان فکر کوي»

د زهرا مور وایي: «دلته ژوند د ښځو له پاره ډېر سخت دی. کله چې ښار ته ځو، ماشومان مې ډېرې پوښتنې کوي. دوی وایي چې ولې دلته د ښځو وضعیت داسې دی. زه ور ته وایم: دلته وضعیت همداسې دی، نو موږ یې باید ومنو. خو مشکل دا دی چې اوس دوی د اروپایانو په شان فکر کوي.»

دغه کورنۍ د ګواښونو له کبله اروپا ته تښتېدلې وه.


اصلي سرچینه: د فرانسې نړیواله راډیو

 

نورې ليکنې