بوسنیا کې مېشت کډوال هیله لري چې اروپا ته لاړ شي، د ۲۰۱۸م کال د اکتوبر ۲۴مه نېټه. کرېډېټ: رویترز، مارکو جوریکا
بوسنیا کې مېشت کډوال هیله لري چې اروپا ته لاړ شي، د ۲۰۱۸م کال د اکتوبر ۲۴مه نېټه. کرېډېټ: رویترز، مارکو جوریکا

بوسنیا کې په سلګونو کډوال په بدو شرایطو کې اوسېږي. بوسنیایي چارواکي ټینګار کوي چې د ژمي په را رسېدو سره کډوال اوسېدو ځایونو ته اړتیا لري.

په داسې حال کې چې اروپا کې ژمی په را رسېدو دی، بوسنیا کې په سلګونو کډوال په موقتي کمپونو کې اوسېږي او هیله لري چې ژر تر ژره له سرحدونو نه تېر شي او اروپا ته ورسېږي.

د ولیکا کلادوشا په کمپ کې چې د دې هیواد په شمال لوېدیځ سیمه کې موقعیت لري تر ۲۰۰ ډېر کډوال په بدو شرایطو کې ژوند تېروي. دوی له یوې اونۍ راهیسې په دې هڅه کې دي چې د بوسنیا او کروېشیا ترمنځ سرحد پرانیستل شي. 

د مالیېواک په سیمه کې تېره اونۍ د کډوالو او پولیسو تر منځ د یوې شخړې په پایله کې ځینې کسان ټپیان شول.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: بوسنیا کې د کډوالو او پولیسو تر منځ شخړه

همداراز د بیهاک په سیمه کې هم د مهاجرو وضعیت ښه نه دی. ویل کېږي چې بیهاک ته هره ورځ شاوخوا ۲۰۰ نوي کډوال رسېږي. دوی د بیهاک د مرکز په یو عامه پارک کې تر خیمو لاندې ژوند کوي.

بیهاک کې کډوال په دې ځای کې اوسېږي، کډوال نیوز

د اوسېدو ځایونه

تېره اونۍ د مهاجرت د نړیوال سازمان په مرسته بیهاک او سارایوو کې د کډوالو د هرکلي دوه نوي مرکزونه پرانیستل شول. ویل کېږي چې دې مرکزونو کې ۸۵۰ کډوال اوسېدلی شي. بوسنیا کې اوس مهال ۱۷۰۰ کډوالو له پاره د اوسېدو ځایونه موجود دي.

په همدې حال کې سازمانونه ټینګار کوي چې بوسنیا کې د کډوالو شمېر زیات دی. د مهاجرت د نړیوال سازمان مشر پېتر فان دېر اوېرات وایي، چې موخه یې دا ده چې ژمی کې د ۳۷۰۰ کسانو له پاره د اوسېدو ځایونه برابر شي.

د بوسنیایي چارواکو په حواله د ۲۰۱۸م کال له پیل راهیسې ۲۰۰۰۰ ناقانونه کډوال بوسنیا ته ننوتلي دي. دوی معمولاً د اسیا او د شمالي افریقایي له هیوادونو سره تړاو لري.

پېتر فان دېر اوېرات وایي چې تر اوسه شاوخوا ۱۶۰۰۰ کسان له بوسنیا نه کروېشیا ته تللي دي.

کډوال د ولیکا کلادوشا په سیمه کې، کډوال نیوز


 

نورې ليکنې