کرېډېټ: بنژامن لواسو، اکسیون آمپلوآ رفیوژیې
کرېډېټ: بنژامن لواسو، اکسیون آمپلوآ رفیوژیې

فرانسه کې د اکسیون آمپلوآ رفیوژیې په نوم یو پلټفورم د سه شنبې پر ورځ (د نومبر ۲۷مه نېټه) د کار موندلو یو نوي لارښود خپور کړ. د یاد پلټفورم مسئولان وایي چې د نوي لارښود په مرسته د کار موندلو بهیر چټکیږي.

«زه د اروپایي اتحادیې په یو بل هیواد کې مهاجر یم، ایا فرانسه کې کار کولی شم؟ څنګه له متخصصو کسانو سره اړیکې نیولی شم؟ سي دي دي (CDD) څه ده؟»

اکسیون آمپلوآ رفیوژیې  (Action Emploi Réfugiés) د نومبر په ۲۷مه نېټه فرانسه کې د کار موندلو یو لارښود خپور کړ. دغه لارښود انفو آمپلوآ رفیوژیې (Info Emploi Réfugiés) نومېږي. د اکسیون آمپلوآ رفیوژیې مشره او بنسټ اېښودونکې دیان بیندېر او کاویتا برامبات وایي: «هدف مو دا دی چې د کډوالو هغو ټولو پوښتنو ته ځواب ورکړو چې د کار بازار په اړه دي.» لارښود کې د لاندې مواردو په اړه معلومات شته: فرانسه کې د کار قانوني چوکاټ، د کارکوونکو حقونه، زده کړې او اداري چارې.

د اکسیون آمپلوآ رفیوژیې په خبره فرانسه کې له ۶ میاشتو راهیسې شاوخوا ۶۰۰۰۰ پناه غوښتونکي او کډوال د کار په لټه کې دي. همداراز شاوخوا ۴۰۰۰۰ موسسې کارکوونکو ته اړتیا لري.

دیان بیندېر او کاویتا برامبات زیاتوي: «موږ غواړو چې له دواړو سره مرسته وکړو: هم له کډوالو و هم له موسسو سره. دا باید په یاد ولرو چې کډوال د استعداد او لیافت خاوندان دي او ټولنې ته خدمت کولی شي.»

اکسیون آمپلوآ رفیوژیې کې تر ۸۰۰ ډېر د شرایطو وړ کسان شته چې کار کولو ته چمتو دي. همداراز یاد پلټفورم له ۳۰۰ موسسو سره په تماس کې دي.

د کار موندلو لارښود هرې درې میاشتې اپډېټېږي

د کار موندلو لارښود جوړونکې او د اکسیون آمپلوآ رفیوژیې د پروګرامونو مسئوله ویولېټ ډېباربوی وایي چې فرانسه کې کډوال معمولاً له داسې پوښتنو سره مخ دي: ایا د کار کولو حق لرم؟ څنګه د دولت له مرستو څخه برخمن کېدای شم؟ ایا په تخنیکي برخو کې کډوالو ته د زده کړې زمینه برابره ده؟

آغلې ډېباربوی زیاتوي: «فرانسه کې ځینې موسسې له کډوالو سره بد چلند کوي. د بېلګې په توګه دوی له کډوالو څخه پوښتنه کوي چې ایا د زېږېدو سند یې ورسره شته که نه. خو دا پوښتنه یوازې له کډوالو څخه مطرحه کېږي او د تبعیض بېلګه ده.»

د کار موندلو نوي لارښود د متخصصانو، د فرانسې د کار وزارت او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیسارۍ له خوا تایید شوی دی. سره له دې چې د کار موندلو لارښود اوس یوازې په فرانسوي ژبه کې دی، خو اکسیون آمپلوآ رفیوژیې هیله لري چې په انګرېزي، عربي او فارسي کې یې هم وژباړي.

اکسیون آمپلوآ رفیوژیې وایي چې یاد لارښود هرې درې میاشتې اپډېټېږي، ځکه معمولاً د کار په قوانینو کې بدلون راځي. د اغلې ډېباربوی په وینا اټکل شوې ده چې لارښود د ۲۰۱۹م کال د جنورۍ په میاشت کې اپډېټ شي. په اپډېټ شوی لارښود کې نوېو پوښتنو ته هم ځواب ورکول کېږي.

 

د کار موندلو لارښود: http://infoemploirefugies.com 


 

نورې ليکنې