کډوال د لیبیا په ساحلي اوبو کې، رویترز
کډوال د لیبیا په ساحلي اوبو کې، رویترز

د تېرې جمعې پر ورځ (د نومبر ۲۳مه نېټه) ۱۲ کډوال د لیبیا له ساحلي اوبو څخه وژغورل شول. دوی اوس نه غواړي چې د لیبیا طرابلس ښار ته لاړ شي.

د تېرې جمعې پر ورځ ۱۲ کډوال د هسپانوي کب نیوونکو له خوا له مدیترانې څخه وژغورل شول.

دوی چې اوس د لیبیا په ساحلي اوبو کې دي وایي په هېڅ وجه طرابلس ته نه ځي.

د رپوټونو له مخې ژغورل شوي کډوال غواړي چې د اروپا په یو بندر کې ښکته شي.

د تېرې جمعې په شپه د لیبیا ساحلي ګارد خمس ښار ته نږدې د مهاجرو یوه بېړۍ ودروله چې په کې شاوخوا ۳۰ افریقایي کډوال سپاره وو.

د اوپن آرمز کښتۍ مسئول ریکاردو ګاتي ایټالوي رسنیو ته ویلي: «کله چې د لیبیا ساحلي ګارد سیمې ته ورسېدل، ځینې کډوال سیند ته ځانونه واچول.»

ویل کېږي چې بېړۍ کې بند پاتي کډوال اوس د لیبیا په یوه توقیف خونه کې دي.

هسپانوي کب نیوونکي وایي چې له اوبو څخه یې ۱۲ کسان ژغورلي دي.

«له لیبیا څخه ډارېږو»

خو په همدې حال لیبیایي چارواکي ټینګار کوي چې هسپانوي کب نیوونکي د دغې پېښې لامل شوي دي.

د شنبې پر ورځ (د نومبر ۲۴مه نېټه) د اوپن آرمز یو ډاکټر ژغورل شویو کډوالو ته خواړه، جامې او دوا ورکړلې. د هغه په خبره کډوال وایي چې «له مرګه نه ډارېږو خو له لیبیا څخه ډارېږو.»

په همدې کې د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر ژوزېف بورېل د سه شنبې په ورځ (د نومبر ۲۷مه نېټه) په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې ایټالیا و مالتا د یادو کډوالو له منلو ډډه کړې. د نوموړي په وینا د کډوالو وضعیت اوس ښه دی خو د دې ستونزې د هوارلو له پاره اروپایي هیوادونه باید له هسپانیا سره مرسته کړي.




 

نورې ليکنې