د آلمان حکومت دمګړی و سوريې ته د مهاجرو بېرته لېږد ممکن او سم نه بولي.
د آلمان حکومت دمګړی و سوريې ته د مهاجرو بېرته لېږد ممکن او سم نه بولي.

په آلمان کې کورني سياستوال د هغه پناه غوښتونکو په اړه بحثونه کوي چې مجرم پيژندل شوي وي او يا د مجرم شک پرې کېږي.

د آلمان د داخله چارو وزيرانو د کنفرانس رئيس هولګر شتالکنیشت په اوس وخت کې سوريې ته د دغه ډول رد شوو پناه غوښتونکو بېرته ستنول رد کړل.

د آلمان د زاکسن ان هالت ايالت د داخله چارو او د داخله وزیرانو د کنفرانس رئیس هولګه شتالکنيشت شپيګل مجلې ته د اونۍ په پېل کې وويل: «اوس آلماني چارواکي هيڅ سوريايي مهاجر بېرته سوريې ته نه شی استولای.» هغه په دې اړه وويل چې که څوک بل ډول ادعا کوي نو بايد د بهرنيو چارو د دفتر له خوا د وضيعت په اړه رپوټ ته يو نظر وکړي چې وايې په اوس وخت کې په سوريه کې د بېرته ورګرځېدلو له پاره هيڅ کوم ځای نه شته.

سوریه د بېرته ورګرځېدونکو مهاجرو له پاره څومره خطرناکه ده؟ دا د آلمان د داخله چارو د وزيرانو د کنفرانس چې د نوامبر مياشتې له اته ويشتمې نېټې د آلمان په ماګده بورګ ښار کې پيل شو او درې ورځې به دوام وکړي، يوه مهمه موضوع وه. په دغه کانفرانس کې په دې باره کې چې مجرمين او هغه چې د آلمان له پاره د خطر احساس ترې کېږي ايا سوريې ته واستول شي که نه؟ سربيره پر دې و سوريې ته د مهاجرو د بېرته لېږد د بنديز د تمديد کولو په هکله هم خبري وشوې. دمګړی د سوريې له پاره دغه بنديز د روان مېلادي کال تر دسمبر مياشتې پورې وخت لري.

په دې کنفرانس کښې به پر نورو سربيره پر دې بحث کېږي چې آيا د هغه پناه غوښتونکو اخراج لا هم وځنډول شي چې د هغوی په هيوادونو کې جګړه دوام لري.

شتالکنيشت د شپيګل مجلې ته وويل: «زه په دي باور لرم چې د کورنيو چارو د وزيرانو کنفرانس به د اخراج کولو نېټه شپږ مياشتې او يا کيدای شي يو کال وغځوي او بيا وروسته به وضعیت بيا و ارزوي.»

د آلمان د مسيحي ديموکرات گوند مشرتوب ته کانديد فريديش ميرڅ د سه شنبې په ورځ له شتوتګارت ورځپاڼې سره په خبرو کې غوښتنه وکړه چې د هغو پناه غوښتونکو پر وړاندې چې مجرم پيژندل شوي وي کوټلي ګامونه پورته شي: «دا نه شي کېداي چې يو مجرم کس چې له قانون څخه سرغړونه کوي محکوم شوی وي او په حقيقت کې بايد له آلمان څخه ووزي، لا هم آزاد ګرځي.»

ميرڅ زياته کړه: «تورن شوي کسان باید ونيول شي او محاکمه شي. دغه راز د قانون حاکمیت ته په پام سره لکه د سوريې په څير جګړه ځپلو سیمو ته اخراج کول بايد ممنوع العمل پاته وي.»

په ورته وخت کې د زرغون ګوند وياندي آيرين ميهاليک د آلمان فدرالي جنايي پوليسو په پلان کې له قانون څخه د سرغړونکو پناه غوښتونکو له پاره د نمرو ورکولو يو سیستم جوړلو په اړه انتقاد وکړ. هغې د آلمان له ARD تلويزيوني چینل له سهارنۍ مجلې سره په خبرو کې دغه پروژه نامناسبه وګڼله او ويې ويل چې کېداي شي مجرم کسان به پرته د نمرو ورکولو له سیستم څخه هم وپيژندل شي.

د آلمان د جنايي ادارې مشر هولګر مونش په دې وروستيو کې شپيګل مجلې ته ويلي ول: «د آلمان پلیس او جنايي ادارې غواړي په ټول هيواد کې د شکمنو او مجرمينو په اړه معلومات راټول کړي.»

منبع: دويچه وېله پښتو

 

نورې ليکنې