ایټالیا کې د چهارشنبې په ورځ (د نومبر ۲۸مه نېټه) د ماتیو سالویني هغه قانون تصویب شو چې د کډوالۍ پر وړاندې دی.
ایټالیا کې د چهارشنبې په ورځ د ماتیو سالویني د مهاجرت ضد قانون تصویب شو. د نوي قانون له مخې د کډوالو د اخراج بهیر چټکېږي. همداراز قانون کې راغلي چې ایټالیا کې د اوسېدو اجازې ته باید یو نهایي حد وټاکل شي.
د ایټالیا د ولسي جرګې له پرېکړې وروسته د دې هیواد د کورنیو چارو وزیر ښاغلی سالویني خبریالانو ته وویل چې ډېر خوشحال دی.
له دې نه وړاندې د ایټالیا لومړي وزیر ګیسپ کونټ ویلي و چې هیواد یې د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو له تړونه وځي.
د یادونې وړ ده چې له دې نه مخکې د ایټالیا مشرانو جرګې د سالویني له نوي قانون څخه دفاع کړې وه.
د مهاجرت ضد قانون له مخې د ترهګري په تور محکوم شوي کسان خپل ایټالوي تابعیت له لاسه ورکوي. همداراز ایټالیا کې د اوسېدو له پاره د «بشري ساتنې» سند – چې د دوو کلونو له پاره دی – له منځه ځي او کډوالو ته دوه نور سندونه ورکول کېږي: د «خاصې ساتنې» سند (د یو کال له پاره) او یا «اصلي هیواد کې د طبیعي پېښو» سند (د ۶ میاشتو له پاره). د «خطرناکو» پناه غوښتونکو د اخراج بهیر چټکول هم یاد قانون کې راغلي.
په همدې حال کې ایټالیا کې د مهاجرو شورا وایي چې د نوي قانون په اړه «په جدي توګه اندېښمنه» ده.
د یو بل خبر له مخې د ملګرو ملتونو د مهاجرت څانګه ویلي چې نوي قانون کې د کډوالو له پاره کوم قانوني ضمانت نه شته.