يو شمېر تورپوستي انسانان په اروپا د نژادپالنې پر اساس له تبعيض څخه شکايت کوي.
يو شمېر تورپوستي انسانان په اروپا د نژادپالنې پر اساس له تبعيض څخه شکايت کوي.

د يوې څېړنې پايلو ښودلې چې په تېرو کلونو کې په اروپا کې نژدې هر دريم تور پوست لرونکی انسان د توهين يا سپکاوي سره مخامخ شوی دی.

د بنسټيزو حقونو اروپايي آژانس په نوم انستيتيوت (FRA) د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د نوامبر ۲۸مه) د خپلې يوې څېړنې پايلي په ويانا کې وړاندي کړې. د آلمان د خبري آژانس د راپور پر اساس په دغو پايلو کې راغلي چې په تېرو کلونو کې په اروپا کې د ژوند کوونکو تورپوستو انسانانو څخه نژدې دريمه برخه يې د توکمپالنې يا نژادپالنې سره تړلو سپکاويو سره مخامخ شوې ده.

د څېړنې د پايلو له مخې د پوښتل شوو کسانو څخه پنځه سلنه يې وايي چې په تېرو کالونو کې د خپل تور پوست له کبله او د نژادپالنې سره تړاو لرونکو تاوتريخوالي د پېښو قرباني شوي دي. په ټوليزه توګه د دغې څېړنې په ترڅ کې د ۵۷۰۰ کسانو نظرونه پوښتل شوي دي. په دې ترڅ کې د قربانيانو اکثريت ويلي چې د دغو پېښو په تړاو يې له هېڅ مرجعې څخه شکايت نه دی کړی. قربانيانو د شکايت نه کولو دليل دا بللی چې ګواکي یا خو يې پر پوليسو اعتماد نه درلود او يا ورڅخه بېرېدل
.

د دغې څېړنې له پاره د اروپايي اتحاديې په غړو هيوادونو کې تورپوستي انسانان چې له افريقايي هيوادونو، بريتانيې، فرانسې او کرابيک ساحې سره تړاو لري پوښتل شوي دي. د څېړنې پايلو ښودلې چې د تور پوستو انسانانو سره د چلن په تړاو د اروپايي اتحاديې په هيوادونو کي زيات فرقونه موجود دي. د بېلګې په توګه په داسې حال کې چې په مالټا هيواد کې له پوښتل شوو کسانو څخه ۲۰ سلنې له توهين څخه شکايت کړی په فنلند کې پوښتل شوو ۶۳ سلنې د توکمپالنې سره مربوطو سپکاویو څخه شکایت کړی دی. په داسې حال کې چې په اروپايي اتحاديه کې د توهين سره مخامخ کېدونکو اوسط ۳۰ سلنه دی، په آلمان کې دغه دغه کچه ۴۸ سلنه او په دې توګه تر اوسط جګه ښودل شوې. 

د څېړنې پايلو ښودلې چې کله چې تورپوستي انسانان د کرايي اپارتمان او يا کار تلاښ کوي نو هغوی د تبعيض سره ځان مخامخ احساسوي. په دې ترڅ کې له پوښتل شوو څخه صرف ۱۵ سلنې يې ويلي چې خپل کورونه لري. له پوښتل شوو څخه ۲۵ سلنې يې ويلي چې په تېرو کلونو کې د کار د تلاښ پر وخت يې د تبعيض احساس کړی دی.

د څېړنې د ترسره کوونکي آژانس رئيس مايکل او فاهرتي د دغې څېړنې د پايلو په تړاو د يو سوال په جواب کي وويل: «دا يو شرموونکی او دردونکی حقيقت دی چې په اروپايي اتحاديه کې د پوست د رنګ پر اساس نژادپالنه د يوې عامې ناروغۍ په شکل پر ځای پاته ده.» ياد آژانس د دغې څېړنې په ترڅ کې غوښتي چې بايد جوړښتي بدلونونه او اصلاحات رامنځ ته شي: «موږ د توکمپالنې د جوړښتونو پر ضد روښانه پلانونو ته اړتيا لرو.»


 

نورې ليکنې