د نمرو د ثبت موضوع تر اوسه تر وړانديز پوري محدوده ده.
د نمرو د ثبت موضوع تر اوسه تر وړانديز پوري محدوده ده.

د جنايتونو پر ضد د آلمان ځانګړې فدرالې ادارې د جرم تر سره کوونکو مهاجرو له پاره د منفي نمرو ورکولو د نظام رامنځ ته کولو وړانديز کړی دی.

د آلمان د نيدر زاکسن ايالت د کورنيو چارو وزير بوريس پستوريوس د مجرمو مهاجرينو له پاره د نمرو د يو نظام د رامنځ ته کولو له وړانديز څخه ملاتړ اعلان کړی دی. د آلمان د سوسيال دموکرات ګوند (SPD) دغه سياستوال په دې توګه د جنايتونو پر ضد د فدرالي ادارې (BKA) وړانديز ګټور بلل دی.

پستوريوس ته د (
SPD) ګوند دننه د کورنيو چارو د مهم سياستوال په توګه کتل کېږي. هغه د آلمان (NDR) رسنۍ ته د مجرمو مهاجرو له پاره د منفي نمرو د رامنځ ته کولو د وړانديز په هکله ويلي: «دا يو ډېر معقول او داسې وړانديز دی چې په پيمانه برابر دی او د مهاجرو د اړخ کولو ته سبب نه ګرځي. بلکه دغه کار به د دې لامل شي چې په ادنی او کوچني جرمونو تورن دي او هغه کسان چې په رشتيا خطرناک دي.»

د جنايتونو ضد فدرالي ادارې (
BKA) وياندي د دې پخلی کړی دی چې دغې د مرکزي حکومت او ايالتونو د استازو و کاري ډلې ته خپل وړانديزونه وړاندي کړي دي.

د جنايتونو ضد فدرالي ادارې وړانديز کړی ؤ چې د جرم کوونکو پناه غوښتونکو له پاره دې د منفي نمرو د ورکړې يو نظام رامنځ ته شي. د برلين د «تاګس څايتونګ» د راپور پر اساس يادې فدرالې ادارې وړانديز کړی چې هر هغه څوک چې ۶۰ منفي نمرې تر لاسه کړي، بايد دا د سرې کرښې څخه د اوښتنې په توګه تعبير شي.

د وړانديز له مخې هغه کسان چې معمولي غلا وکړي ورته به يوه نمره ورکول کېږي او هغه څوک چې د بېلګې په توګه د جسماني جراحت او يا مخدره توکو په قضيه کې لږ تر لږه په يو کال بند محکوم شي، هغه ته به لس منفي نمرې يا شمېرې ورکول کېږي. د قتل کوونکي مهاجر ته به ۷۰ منفي نمرې ورکول کېږي. د زياتو منفي نمرو لرونکو په اخراج کې چټکي کېږي. 

د يادې ورځپاڼې د راپور پر اساس د جنايتونو ضد فدرالې ادارې په ۲۰۱۷ کال نژدې ۲۸۰۰ شکمن مجرم مهاجر ثبت کړي ول چې هر يو يې تر لسو څخه په زياتو قضيو کې ښکېل ؤ. د يادې ادارې په وينا په آلمان کې نژدې ۶۰ زره داسې مهاجر شته چې د دوو او لسو تر منځ جرمونو په کولو تورن دي. په دغو تورنو کې د پناه غوښتونکو هغه سرغړونې نه دي شاملې چې د بېلګې په توګه ورته په معين ځای کې اوسېدنې د مکلفيت څخه يې سرغړونه کړې وي او يا ورته د ټاکل شوې ساحې څخه دباندي وتلي وي.

د آلمان د زاکسن انهالت ايالت په پلازمېنه ماګدېبورګ کې د آلمان د ايالتونو د کورنيو چارو د وزيرانو کانفرانس د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د نوامبر ۲۸مه) پېل شو. دغه کانفرانس به درې ورځي دوام وکړي. د مجرمو مهاجرو له پاره د نمرو د نظام وړانديز به په دغه کانفرانس کې هم د بحث يوه موضوع وي.


 

نورې ليکنې