میدي دیو مي کم عمره کډوالو ته خواړه ورکوي، کډوال نیوز
میدي دیو مي کم عمره کډوالو ته خواړه ورکوي، کډوال نیوز

د ماشومانو حقونو د مدافع سازمانونو په حواله فرانسه کې هغه کم عمره کډوال د جنسي ځورونې قربانيان ګرځېدلی شي چې په سړکونو کې شپه او ورځ تېروي. خو اوس پوښتنه دا ده چې دوی څرنګه ځان له جنسي ځورونې ساتلی شي.

د میدي دیو مي (Midis du Mie) او پاریس دګزیل (Paris d’Exil) سازمانونو په حواله، پاریس کې اوس مهال تر ۹۰ زیات کم عمره کډوال په سړکونو کې ژوند تېروي. میدي دیو مي، پاریس دګزیل، تیمي (Timmy) او یوتوپیا ۵۶ (Utopia 56) هغه سازمانونه دي چې وایي د فرانسې په پلازمېنه کې کم عمره کډوال د جنسي ځورونې قربانیان ګرځېدلی شي.

د تیمي سازمان یوې غړې، چې تر اوسه یې شاوخوا ۸۰ کم عمره کډوالو ته د اوسېدو موقتي ځایونه برابر کړي، وایي: «خطرونه ډېر دي. په ځینو مواردو کې بچه بازان د کډوالو کمپونو ته ځي تر څو کم عمره کسان وځوروي.» په همدې حال کې د میدي دیو مي بنسټ اېښودونکې اګات نادمي وایي چې کله ناکله له داسې کسانو سره مخامخه کېږي.

انجلا د یوتوپیا ۵۶ غړې ده او له خپلو همکارانو سره د شپې له خوا د پاریس په سړکونو کې ګزمې ترسره کوي. نوموړې وایي: «کم عمره کسان چې فرانسې ته رسېږي د سازمانونو په اړه کوم معلومات نه لري. دوی په بدو شرایطو کې اوسېږي او که څوک ور ته د مرستې وړاندیز وکړي، هرو مرو به ومني.» اغلې انجلا څو ورځې وړاندې پولیسو ته د ځینو هغو مشکوکو موټرونو په اړه اطلاع ورکړې چې د افغان او چادي کډوالو کمپ ترڅنګ ولاړ وو. نوموړې وایي چې کډوال معمولاً له پولیسو ډارېږي او له همدې کبله له مشکوکو کسانو شکایت نه شي کولی.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: پاریس کې د کډوالو ماشومانو له پاره ځانګړي کورسونه

څنګه له جنسې ځورنې ځان ساتلی شو؟

مهمه پوښتنه دا ده چې کم عمره کډوال څنګه له جنسې ځورونې ځان ساتلی شي.

مرستندوی سازمانونه زیاتوي، که څوک کم عمره کډوالو ته کوم شی ورکړي په هېڅ وجه حق نه لري چې په عوض یې بل شی وغواړي. دا په داسې حال کې ده چې ځینې رضاکاران کډوال نیوز ته وایي، په بعضو مواردو کې ځینې کسان له کډوالو سره مرسته کوي خو بیا له هغوی څخه جنسي غوښتنې کوي.

سازمانونه وایي، کډوال باید د هغو کسانو په کورونو کې واوسېږي چې د یوې ځانګړې ټولنې په چوکاټ کې فعالیت کوي. اګاتا نادمي په دې اړه وایي: «کډوال باید سازمانونو ته مراجعه وکړي او له هغوی څخه مرسته وغواړي. د ناپېژاندو کسانو په کور کې ژوند کول خوندي نه دی.»

د یادونې وړ ده چې، مخکې له دې نه چې کم عمره کډوال دومي ته لاړ شي (دومي د کم عمره کډوالو د عمرونو د ارزونې یوازنی مرکز دی)، دوی د پولیسو کمیساریو ته تللی شي. د تیمي یوې غړې وایي: «په کمیساریو او یا په روغتونو کې کډوال خوندي دي، خو د ناپېژاندو کسانو په کورونو کې د هر څه امکان شته.»

سازمانو ته نژدې کېدل

انجلا وایي: «تنکي ځوانان د جنسي ځورونې په اړه خبرې نه کوي ځکه چې د دوی په اند دا د شرم وړ موضوع ده.» نوموړې وایي چې داسې یو کډوال پېژني چې د جنسې ځورونې قرباني دی. انجلا زیاتوي: «دا ځوان اوس په سړکونو کې اوسېږي او پر خلکو باندې اعتماد نه لري.»

د پاریس دګزیل یوې غړې ځوانو کډوالو ته مشوره ورکوي چې د خپلو تجربو په هکله د بشري حقونو له مدافع سازمانونو سره خبرې وکړي.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: پاریس: ماشوم کډوالو ته څوک خواړه ورکوي؟ 

سازمانونه او مرستې یې

اګاتا نادمي وایي: «که څوک چمتو وي چې کډوالو ته ځای ورکړي موږ هرو مر ورسره خبرې کوو او په اړه یې معلومات تر لاسه کوو. دا هم مهمه ده چې یاد کس د کوم سازمان په چوکاټ کې فعالیت کوي که نه. هدف مو دا دی چې خلک وپوهېږي چې کډوال د بشري سازمونونو له مرستو څخه برخمن دی.»

د یادونې وړ ده چې هر انجمن خپلې لارې چارې لري او که څوک ورسره په داوطلبه توګه کار وکړي نو په اړه یې خامخا څېړنې کوي. د تیمي د یوې غړې په خبره: «تر اوسه کومه خاصه ستونزه نه لرو. هغه کم عمره کډوال چې له موږ سره دي پوهېږي چې کولی شي خپلې تجربې را سره شریکې کړي.»

فرانسه او اروپا کې جنسي ځورونه جرم ګڼل کېږي او سخته سزا لري.

 

کم عمره کډوال له کوم ځای څخه مرسته ترلاسه کولی شي؟

پولیس: په عاجلو مواردو کې ۱۷ (فرانسه کې) او یا ۱۱۲ (اروپا کې) ته تېلېفون وکړئ.

میدي دیو مي (Les Midis du Mie): هره دوشنبه له ۱۲ تر ۴ بجو پورې

د غرمې له خوا په لاندې پته کې:

Demie-Croix Rouge, au 5 rue du Moulin Joly, 75011 Paris - Métro : Couronnes (ligne 2)

او یا:

Centre socio-culturel Jules Romains, 17 Rue Jules Romains. Métro : Belleville (ligne 11 et 2)

جمعه او پنجشبه په ۱۲ بجو کې، شنبه او یکشبه په ۱۲ و نیمو بجو کې

پته: Jardin de la rue Pali-Kao, 75020 Paris. Métro : Couronnes (ligne 2)

پاریس دګزیل (lParis d’Exi)

د کورون په کتابتون کې (La bibliothèque de Couronnes) هره پنجشنبه او جمعه له ۱۰ تر ۱۲ بجو پورې

پته: 66 rue de Couronnes, 75020 Paris. Métro : Couronnes (ligne 2)

لا تیمي (La Timmy):  spminart@yahoo.fr

یوتوپیا ۵۶ (Utopia 56): ۰۷۸۴۰۹۰۰۸۹

د بې سرحده ډاکټرانو ورځنی مرکز (Centre d’accueil de jour de MSF): له دوشنبې تر جمعې (پرته له چهارشنبې) د سهار له خوا

پته: 101 bis avenue Jean Lolive, 93500 Pantin. Métro : Église de Pantin / Hoche (ligne 5) 

دمي ۷۵ (Le Demie 75)

له دوشنبې تر جمعې له ۹ تر ۵ بجو پورې

د چهارشنبې په ورځ له ۱۱ تر ۵ بجو پورې

پته: 5 rue du Moulin Joly, 75011 Paris. Métro : Couronnes (ligne 2)

د پاریس د پولیسو کمیساریو نوملړ

د پاریس د روغتونونو نوملړ


 

نورې ليکنې