اوفي یا فرانسه کې د مهاجرت او ادغام اداره
اوفي یا فرانسه کې د مهاجرت او ادغام اداره

ایا تاسو فرانسه کې ناقانونه مهاجر یاست او غواړئ چې خپل هیواد ته بېرته لاړ شئ؟ کډوال نیوز تاسو ته په دې اړه معلومات درکوي.

فرانسه کې ناقانونه کډوال کولی شي چې بېرته خپل هیواد ته لاړ شي. په دې حالت کې داوطلبو ور ستنېدونکو ته معمولاً ۱۰۰۰ یورو ورکول کېږي.

شرطونه

داوطلب کډوال باید لاندې شرایط پوره کړي:

- فرانسه کې ناقانونه مهاجر وي

- د غوښتنې پر مهال فرانسه کې واوسېږي

- له دې نه وړاندې له دې پروګرام څخه برخمن شوی نه وي

- حاضر وي چې خپل هیواد ته بېرته لاړ شي

داوطلب مهاجر کومې مرستې ترلاسه کوي؟

- د سفر له پاره مادي او اداري مرستې

د پرواز تکت اخیستل، د سفري اسنادو برابرول او د بېرته ستنېدو په تړاو نور لازم موارد

- خپل هیواد کې د کار موندلو په برخه کې مرستې

- ټولنیزې مرستې او روغتیایي خدمات

مهاجر څه باید وکړي؟

لاندې فورمې ډکې کړئ او بیا یې اوفي ته ور ولېږئ:

http://www.ofii.fr/IMG/png/demande_aide_au_retour.png

فرانسه کې د اوفي ادرسونه: http://www.ofii.fr/ofii-en-france

 

نورې ليکنې