له مانش څخه ژغورل شوي کډوال، سمندري ژاندارم
له مانش څخه ژغورل شوي کډوال، سمندري ژاندارم

د فرانسې د سمندري قومندانۍ په حواله په وروستیو اونیو کې د هغو کډوالو شمېر لوړ شوی چې غواړي د مانش سمندر له لارې برېتانیا ته لاړ شي.

د نومبر پر ۱۲مه نېټه ۱۷ کډوال د فرانسوي چارواکو له خوا له مانش سمندره وژغورل شول. همداراز د نومبر پر ۲۲ او ۲۵ نېټو ۲۶ نور کډوال د قاچاقي سفر پر مهال ونیول شول.  

د فرانسې د سمندرې پولیسو ویانده کلېر تراورس کډوال نیوز ته وایي: «د اکټوبر له پای راهیسې د هغو کډوالو شمېر لوړ شوی چې غواړي د مانش سمندر له لارې برېتانیا ته لاړ شي. په تېرو دوو میاشتو کې مانش کې ۲۶ بېړۍ درول شوې.»

په همدې حال کې برېتانوي چارواکي وایي چې د نومبر پر ۲۲مه نېټه ۱۴ کډوال له مانش څخه وژغورل شول. د هغوی په وینا یوازې په دوو اونیو کې د ژغورل شویو کډوالو شمېر ۷۸ ته رسېدلی دی.


د کلې په ساحل کې ۸ کډوال په بدو شرایطو کې دي
- پرېمار مانش


خو اوس پوښتنه دا ده چې ولې کډوال هڅه کوي د مانش سمندر له لارې برېتانیا ته لاړ شي. سازمانونه وایي چې بریتانیا ته د ورتلونکو کډوالو د شمېر د لوړېدو په هکله کافي معلومات نه لري. د یوتوپیا ۵۶ د یوه غړي په وینا: «ویل کېږي چې مانش کې د قاچاق وړونکو نوې شبکې فعالې شوې دي. خو بیا هم مطمئن نه یو.»

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: «د مانش له سمندره تېرېدل ډېر خطرناک دی» 

د انساني قاچاق نوې شبکې که برګزيټ؟

له بلې خوا د اوبرژ میګران (Auberge des migrants) د انجمن مشر کریستیان سالومې وایي چې ممکن دا د نوې شبکې کار وي.

دا په داسې حال کې ده چې د فرانسې د سمندري قومندانۍ په حواله د کډوالو د شمېر لوړېدو له سیاسي مسائلو سره تړاو لري. د کلېر تراورس په خبره: «بېلابېلې فرضیې شته. ممکن دا د برګزیت له امله وي. له خبرو اترو داسې څرګندېږي چې برېتانیا په راتلونکو میاشتو کې له اروپایي ټولنې نه وځي. کډوال فکر کوي چې د برګزیت له امله ممکن سرحدونه وتړل شي.»

د یادونې وړ ده چې هغه کډوال چې برېتانیا ته رسېږي ممکن د حکومت له مرستو څخه برخمن نه شي. برېتانیا کې تر اوسه د ډوبلین تړون قواعد تطبیقېږي: مانا یې دا چې ډوبلیني کډوال بېرته هغو هیوادونو ته استول کېږي چېرې چې د لومړي ځل له پاره اروپا ته ننوتلي دي.

د هوا حالات

د سمندري قومندانۍ په حواله د هوا حالات هم د کډوالو پر پرېکړو اغیز کوي. کلېر تراورس وایي: «د نومبر په لومړیو ورځو کې د هوا حالات ښه وو. دا د کډوالو د تلو لامل کېدای شي.»

خو په همدې حال کې فرانسه کې د ژغورنې ملي ټولنه وایي چې د سفر پر مهال د هوا حالات بدلېدلی شي.

کډوال باید دې ته هم پام وکړي چې مدیترانه کې تګ راتګ ډېر دی. د ژغورنې د ملي ټولنې مشر برنار بارون په وینا: «هره ورځ شاوخوا ۶۰۰ مال وړونکي کښتۍ له مدیترانې څخه تېرېږي. مانا یې دا چې د شپې له خوا د کډوالو بېړۍ ممکن له نورو کښتیو سره ټکر وکړي.»

د سمندري قوماندانۍ په حواله په ۲۰۱۸ کې ۲۶۸ کډوال له مانش څخه ژغورل شوي دي. د ژغورل شویو کسانو په ډله کې ډېر هغه کردان دي چې له ایران سره تړاو لري.

نن شپه: د ژغورنې دوه عملیاتونه. د برېتانوي چارواکو په همکارۍ ۱۸ کډوال له سمندره وژغورل شول.
- پرېمار مانش


 

نورې ليکنې