زېهوفر د قانون نقض کوونکو پناه غوښتونکو چټک اخراج غواړي
زېهوفر د قانون نقض کوونکو پناه غوښتونکو چټک اخراج غواړي

د آلمان د بايرن ايالت په امسبېرګ کي د افغان، سوريايي او ايراني مهاجرو له خوا د لارويانو د وهلو ټکولو پيښي د مجرم مهاجرو د چټک اخراج غوښتنه بيا رابرسېره کړې. پر داخله وزير نيوکي هم سوي دي.

 د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زېهوفر په مشهور دی چي هغه د قانون نقض کوونکو پناه غوښتونکو د چټک اخراج غوښتونکی دی. نوموړي د تېر مېلادي کال د دسمبر په مياشت کي لا د قوانينو د سختولو اعلان کړی ؤ. هغه د امسبېرګ د پيښي وروسته ځان په خپلو غوښتونو کي پر حق او تائيد سوی بولي.

د شنبې ورځي (د ۲۰۱۸ کال د دسمبر ۲۹مه) په ماښام د آلمان د بايرن ايالت په امسبېرګ کي څلور ځوان کسانو په ناڅاپه توګه پر لارويانو راواچول او دولس کسان يې په وهلو ټکولو ژوبل کړل. د ژوبل سوو کسانو ژوبلې اکثره وړې وې. پوليسو وويل چي د وهلو ټکولو د دغې قضيې په تور يې څلور پناه غوښتونکي نيولي دي. پر هغوی شک کيږي چي هغوی د الکهولو تر تاثير لاندي لارويان وهلي او ټکولي دي. پوليسو د دغو نيول سوو پناه غوښتونکو عمرونه د ۱۷ او ۱۹ کالونو تر منځ بللي دي. زياته سوې چي دغه کسان د افغانستان، سوريې او ايران سره تړاو لري.

د سختو قوانينو غوښتنه

د آلمان د کورنيو چارو وزير او د مسيحي سوسيال ګوند (CSU) سياستوال هورست زېهوفر د امسبېرګ د پيښي وروسته و بِلډ نومي آلمانۍ ورځپاڼي ته وويل: «د امسبېرګ پيښي زه ډېر ناراحته کړم.» زېهوفر زياته کړه چي دا ډول تاوتريخوالی د زغم وړ نه دی. هغه غوښتنه وکړه چي هر هغه پناه غوښتونکی چي تاوتريخوالی کوي، هغوی بايد له آلمان څخه ووځي. زېهوفر ويلي چي که نافذ قوانين د مجرمو پناه غوښتونکو د چټک اخراج له پاره ناکافي دي « نو موږ بايد د دې له پاره نوي قوانين جوړ کړو.» د مېرکور په نوم ورځپاڼي راپور ورکړی چي د (CSU) ګوند غواړي چي د پنجشنبې په ورځ (د دسمبر ۳ نېټه) په پېلېدونکې خپله کنګره کي د نوو قوانينو له پاره د خپلو وړانديزونو مسودې جوړي کړي.

د رسنيو د راپورونو له مخي د (CSU) ګوند د بېلګي په توګه غواړي چي په قاطع توګه هغه پناه غوښتونکي توقيف کړي چي په نورو اروپايي هيوادونو کي په جرمونو کي ښکيل سوي وي. د ياد ګوند له وړانديز ليک څخه يو نقل قول داسي نقل سوی: «داسي بايد نه وي چي د تکراري جرمونو کوونکو ضمانت يو په بل پسي قطار وي.»

د کورنيو چارو وزارت د نوو سختو قوانينو په تړاو د وړانديزونو له تفصيل ورکولو څخه ډه ډه کړې ده. دغه وزارت ويلي چي د اخراج د پلي کولو له پاره به يو شمېر اقدامات وړانديز سي.

«د ځانګړو قوانينو اړتيا نسته»

د آلمان د کورنيو چارو د وزير زېهوفر له خوا د قانون نقض کوونکو پناه غوښتونکو په وړاندي د قوانينو د سختولو وړانديز د حزب اختلاف د سياستوالو له خوا تنقيدونه راپارولي دي. په دې ترڅ کي د کيڼ ګوند رئيس بېرند ريکسينګر ويلي دي: «د زېهوفر له پاره هيڅ موقع هم په کافي اندازه احمقه نه ده چي دی يې د بنسټيزو حقونو د محدودولو د غوښتني له پاره وکاروي. که د نوي کال په شپه نشه ځوانان وهل کوي نو دا قضيه تعقيبول د پوليسو کار دی او نه د قانون جوړونکو.» ريکسينګر زياته کړې چي په آلمان کي نافذ قوانينو د ټولو له پاره دي. د هغه په وينا: «موږ د اشخاصو د بعضو ډلو له پاره د ځانګړو قوانينو اړتيا نه لرو.»

د آلمان د راين لند فالڅ ايالتي لومړۍ وزيري او د سوسيال دموکرات ګوند سياستوالې مالو درېير هم پر زېهوفر نيوکه کړې ده. هغې ويلي چي د رد سوو مهاجرو په اخراج کي اکثره وخت تر ټولو لوی خنډ د هغوی د اصلي هيوادونو سره د بېرته منلو د تړونونو نه شتون وي. د هغې په وينا دغه ډول تړونونه رامنځ ته کول د کورنيو چارو د وزير له وظايفو څخه يوه ده. د هغې په وينا که «زېهوفر په دې ډګر کي لاس ته راوړنې ولري نو به په اخراجونو کي هم زياتوالی راسي.»

«له توقيف څخه خپل هيواد ته اخراج»

په آلمان کي د پوليسو د صنفي اتحاديې رئيس راينر وېندت د زېهوفر ملاتړ کړی دی. وېندت د قانون نقض کوونکو پناه غوښتونکو په هکله ويلي چي «زياتره وخت ويل کيږي چي د هغوی د عمل (جرم) اصلي لاملونه نه وي معلوم. خو زه وايم چي لامل يې دا دی چي هغوی زموږ له هيواد او په دغه هيواد کي د اوسېدونکو څخه کرکه کوي.» وېندت د امسبېرګ په پېښه کي د تورنو کسانو په هکله ويلي دي چي د هغوی پښې بايد له توقيف څخه د خپل اصلي هيواد پر مځکه ولګيږي. يعني هغوی بايد اخراج کړل سي.

د آلمان د زراعت وزيري او د مسيحي دموکرات ګوند ځايناستي مشرې يوليا ګليوکنر ويلي دي چي پيښو ته بايد چي په باانډوله توګه وکتل سي. هغې په بوتروپ او ايسن ښار کي د يو آلماني موټر چلوونکي له خوا پر خارجي حليه لرونکو کسانو د موټر ورځغلونې او د امسبېرګ د پيښي په هکله خپل نظر څرګند کړ. د بوتروپ او اېسن ښار د موټري بريد عامل د پوليسو په وينا ښايي له خارجيانو څخه د کرکه لرلو له کبله په دغه کار لاس پوري کړی ؤ.

له بل اړخه د آلمان حکومت د دواړو پيښو په هکله خپله خواښيني څرګنده کړې ده او دواړي پيښي يې ناوړه بللي دي.

منبع: آلمان ږغ دويچه وېله
ليکونکی: ينس توراؤ



 

نورې ليکنې