په ساموس او نورو يوناني ټاپوګانو کي د افريقايي پناه غوښتونکو شمېر زيات سوی دی.
په ساموس او نورو يوناني ټاپوګانو کي د افريقايي پناه غوښتونکو شمېر زيات سوی دی.

د يونان په ساموس ټاپو کي اکثره افريقايي مهاجر ځان بند او ايسار سوي احساسوي. هغوی د پناه غوښتنې د اوږدې پروسې، ناڅرګند برخليک او تر اندازې ډکو کمپونو څخه شکايت کوي.

د يونان په ساموس ټاپو کي هوا سخته سړه ده او تېز بادونه چليږي. په دغه ټاپو کي د مرکزي ښار واتي څخه دباندي د مهاجر کمپ اړخ ته يوه افريقايي پناه غوښتونکې ناقراره ګرځي راګرځي. سوزان کامولوني د کامرون هيواد سره تړاو لري او کوښښ کوي چي په د سوړ ژمي په دغه ورځ کي ځان تود کړي.

سوزان د اکتوبر په مياشت کي له ترکيې څخه د يونان دغه ټاپو ته رسېدلې او دلته يې د پناه غوښتنې کړې ده. دغه مېرمنه چي و ژړا ته نژدې ده، وايي: «زه ډېره ناروغه يم او د مرستي خواست کوم.» دغه مېرمنه بېله دې چي تشريح کړي چي څه ناروغي لري صرف دومره وايي: «ما په ساموس کي د څو ډاکټرانو سره ليدلي دي خو هيڅ چا راسره مرسته ونه کړلای سوای. بلآخره له دغه ځای څخه په يو ليري او کوچني روغتون کي زما جراحي عمليات تر سره سول چي نه پوهېږم بريالي ول که نه... زه ځان ټول وخت ناروغ احساسوم او ټول بدن مې درد کوي او بيره لرم چي هيڅوک مې مرسته نه سي کولای.»

سوزان يوه له هغو نژدې ۴۵۰۰ مهاجرو څخه ده چي د يونان په ساموس ټاپو کي بند راغلي دي. دغه ټاپو د ترکيې و کوشاداسي ښار بالمقابل واقع دی. د سوزان په شمول اکثره نور افريقايي پناه غوښتونکي د مهاجرو د اصلي کمپ څخه دباندي په کږديو کي شپې او ورځي سبا کوي. دا ځکه چي په اصلي او رسمي مهاجر کمپ کي اوس لا تر هغه شپږ چنده زيات مهاجر ځای پر ځای سوي دي، چي ځای يې لري. کله چي باران وسي نو سوزان په خپله کږدۍ کي د يخ سره مخامخ وي. هغه وايي: «زه دلته تر خپلو حدونو رسېدلې يم او نه پوهېږم چي څه وکړم.»

له افريقا څخه لا زيات نوي راتلونکي

په ۲۰۱۵ کال د مهاجرت د بحران په پېل کي په زرهاؤ سوريايان د ترکيې ګاونډي يوناني ټاپوګانو ته وتښتېدل. له هغه وخت راهيسي د دغو ټاپوګانو په مهاجر کمپونو کي دموګرافي بدلون موملی. د ملګرو ملتونو د
UNHCR سازمان په حواله اوس په دغو کمپونو کي اوسېدونکي اکثريت کسان له افغانستان، عراق او له افريقايي هيوادونو لکه کونګو او کامرون سره تړاو لري.

زيات افريقايي مهاجر حيراني ښيي که ورڅخه وپوښتل سي چي دوی ولي د ترکيې له لاري يونان ته راغلي دي. له دوی څخه بعضي حتی د دغې پوښتني څخه بد وړي. د کانګو هيواد سره تړاو لرونکی مارکو کابونګو د دغې پوښتني په جواب کي وايي چي دغه سفر د دوی له پاره آسانه نه دی. هغه زياتوي: «موږ يونان ته په دې خاطر نه يو راغلي چي دا کار آسان ؤ. موږ دلته راغلي يو ولي چي موږ له خپل هيواد څخه تېښتي ته مجبور سوي ؤ او ولي چي موږ امان غواړو.» مارکو وايي چي د ده په شان زيات شمېر کسان له کانګو څخه و دغه ټاپو ته رسېدلي دي. خو په کمپ کي د ګينيا، زامبيا او ليبېريا وګړي هم تر سترګو کيږي، کوم چي د پناه غوښتنې په مقصد اروپا ته راغلي دي. له دوی څخه بعضي له ساموس څخه وړاندي ځي. لکه مارکو چي وايي: «ساموس ښه نه دی.»

د «ساموس رضاکاران» په نوم غېر حکومتي مرستندويه سازمان ځايي انسجام کوونکی همکار بوګدان اندرې وايي: «د سوريايي مهاجرو پناه غوښتنه په چټکه لاره پروسه کيږي او دا دې لامل کيږي چي د نورو هيوادونو پناه غوښتونکي شاته پاته سي.» د نوموړي په وينا ياد لامل د دې سبب دی چي په ساموس کي د افريقايي پناه غوښتونکو شمېر زيات سوی دی.

په ساموس کي د پناه غوښتونکو مخ په زياتېدونکې توګه زيات شمېر يوه لويه ستونزه ده. د نوو راتلونکو شمېر به دې هم زيات سوی ولي چي و ايټاليې ته د «ليبيايي مسير» مشکلات زيات سوي دي. همدا وجه ده چي اوس زيات افريقايي مهاجر له افريقا څخه و اروپا ته د نوو لارو په تلاښ دي. بوګدان اندرې وايي چي «همدا وجه ده چي اوس دوی له ترکيې څخه د يونان ټاپوګانو ته راځي.»

د «ساموس راضاکاران» و مهاجرو ته د ژبي، موسيقي آلاتو او نور کوروسونه وړاندي کوي. د دغه سازمان کارګر وايي چي کوښښ کوي چي خپل کورسونه د بيلو هيوادونو د مهاجرو تر منځ د تماس نيولو او ملګريو جوړولو ځايونه وګرځوي.

د پناه غوښتنې اوږد انتظار

ايدوين د غانا هيواد سره تړاو لرونکی يو مهاجر دی چي تر يو کال څخه زيات وخت په ساموس کي بند پاته دی. هغه په کمپ کي پر غذا، د اوسېدو پر شرايطو او د پناه غوښتنې پر اوږدې پروسې نيوکي کوي. هغه وايي: «زه تر اوسه د پناه غوښتنې د مسؤل چارواکو ته د مرکه ورکولو چانس نه لرم.» اوږد انتظار ايدوين د نامعلوم برخليک له کبله د ناهيلۍ د حالت سره مخامخ کړی دی. هغه وايي: «زه اړتيا لرم چي اتن ته ولاړ سم هلته د خپل ځان د مړولو له پاره کار وکړم او يو وړ ژوند ولرم.»

يو ځايي چارواکی چي نه غواړي چي نوم يې څرګند سي وايي چي په ساموس کي د پناه غوښتنې پروسه زيات وخت نيسي. هغه وايي چي که بالفرض نن يو څوک د پناه غوښتنه وکړي نو ښايي نه مياشتي وروسته يې د پناه غوښتنې مرکه تر سره سي.

 


 

نورې ليکنې