د برېتانیا د کورنیو چارو وزیر ساجد جاوید، رویترز
د برېتانیا د کورنیو چارو وزیر ساجد جاوید، رویترز

ساجد جاوید د ۲۰۱۸ د اپریل په میاشت کې د برېتانیا د کورنیو چارو وزیر په توګه په دنده وګمارل شو. نوموړي له یوې کډوالې کورنۍ سره تړاو لري. د ښاغلي جاوید کورنۍ د ۱۹۶۰ په لومړیو کلونو کې له پاکستانه برېتانیا ته ورسېدله. ښاغلی جاوید اوس د برېتانیا د کورنیو چارو وزیر دی او د کډوالو پر وړاندې سخت دریځ لري.

د مانش کانال له لارې برېتانیا ته د تلونکو کډوالو د شمېر د زیاتېدو وروسته، د برېتانیا د کورنیو چارو وزیر ساجد جاوید تېره اوونۍ له دوور سیمې څخه د کتنې پر مهال وویل: «که تاسو په رښتیا پناه غوښتونکي یاست، ولې هغه اروپایي هیواد کې پناه نه غواړئ چېره چې اوس ژوند تېروئ؟ برېتانیا کې موږ ټولې خپلې هڅې په کار اچوو چې تاسو بریالي نه شئ.»

له پاکستان څخه راغلې کورنۍ

خو خبره دا ده چې ساجد جاوید د یو پخواني کډوال زوی دی. د هغه کورنۍ د ۱۹۶۰ په لومړیو کلونو کې له پاکستانه برېتانیا ته ورسېدله.

دوی په لومړي سر مانچستر ته نږدې په روچډال سیمه کې اوسېدل خو بیا بریستول ته ولاړل. 

د ښاغلي جاوید پلار لومړی سرویس چلوونکی و خو له څه مودې وروسته یې ځان ته د ښځینه جامو یو دوکان جوړ کړ.

ساجد جاوید د لوړو زده کړو له بشپړېدو وروسته په منهاټن بانک او دویچ بانک کې په کار بوخت شو. نوموړی په ۲۰۰۹ کې سیاست ته مخ ور واړاوه.

په ۲۰۱۰ کې ښاغلی جاوید د برومسګروف سیمې د استازي په توګه وټاکل شو. همدغه کال کې نوموړی د خزانې وزارت د وزیر په توګه وګومارل شو.

د کورنیو چارو وزیر

۴۹ کلن ساجد جاوید د ۲۰۱۸ د اپریل په میاشت کې د تېریزا مې له خوا د برېتانیا د کورنیو چارو وزیر په توګه وټاکل شو. هغه برېتانیا کې لومړی کډوال دی چې دغه مقام ته رسېږي.   

ښاغلی جاوید مسلمان دی خو ښځې یې عیسوۍ ده او لورا نومېږي. دوی څلور ماشومان لري. 

ساجد جاوید له دوور سیمې څخه د کتنې پر مهال، رویترز

ساجد جاوید وایي چې پاکستاني هویت یې د نوموړي د برېتانوي هویت په پرتله په دوېم مقام کې دی. 

ښاغلی جاوید زیاتوي چې هغه د برېتانیا او د برېتانوي سیستم منندوی دی، ځکه همدغه سیستم ور ته د پرمختګ فرصتونه برابر کړي دي. 

 

نورې ليکنې