کډوال نیوز
کډوال نیوز

له څو اونیو راهیسې کالې کې ګڼ شمېر کډوال هڅه کوي چې برېتانیا ته د رسېدو په هیله په ناقانونه توګه له مانش کانال څخه تېر شي. فرانسوي کب نیوونکي او چارواکي وایي چې کالې کې د کښتیو د غلاو زیاتېدو او د مهاجرو له خوا په سړکونو کې د هر ډول خنډونو جوړول د اندېښنې وړ دي.

د دوشنبې په شپه (د جنورۍ ۷ نېټه) کالې ته نږدې د مارک ښار پر A16 لویه لاره یوه لارۍ له یو خنډ څخه د تېرېدو پر مهال اور واخیست. د یو ځایي تلویزیون په حواله، دغه خنډ د شاوخوا ۵۰ کډوالو له خوا جوړ شوی و.

د یوې ځایي راډیو د رپوټ له مخې لارۍ چلوونکی تر اور اخیستو وروسته له خپل موټر څخه ښکته شو خو کډوال پرې حمله وکړه. 

له پېښې وروسته موټر چلوونکی روغتون ته یوړل شو خو لارۍ یې وسوځېدله. 

یاد کډوال د پولیسو تر رسېدو مخکې له سیمې څخه وتښتېدل.

کډوال پوهېږي چې لویو لارو کې د خنډونو جوړول خطرناک دي

لویو لارو کې خنډونه جوړل یو خطرناک کار دی. په ۲۰۱۷ کې کالې ته نږدې یو لارۍ له یو خنډ څخه د تېرېدو پر مهال نسکور شوه. دغه پېښه کې د لارۍ چلوونکی ومړ.  

کالې کې د اوبرژ دو میګران د ټولنې یوې غړې مایا کونفورتي کډوال نیوز ته وایي: «کډوال پوهېږي چې لویو لارو کې د خنډونو جوړول خطرناک دي. خو باید پام وکړو چې کالې کې دوی په خرابو او سختو شرایطو کې اوسېږي.»

د نوموړې په وینا لویو لارو کې هغه افریقایي کډوال خنډونه جوړوي چې برېتانیا ته د رسېدو په خاطر کافي پیسې نه لري.  

ایراني کډوال او په غلا شوېو کښتیو کې له مانش څخه تېرېدل

د رپوټونو له مخې د ۲۰۱۸ له نومبر راهیسې کالې کې دوه کب نیوونکې بېړۍ غلا شوې او ۱۲ نورو ته زیانونه رسېدلي دي.

د پولیسو په خبره په غلا شوېو کښتۍ کې له مانش څخه تېرېدل له ۱۰ تر ۱۵ زرو یورو پورې لګښت لري. دوی همداراز وایي چې ایراني کډوال د دغه قاچاقي سفر له پاره کافي پیسې لري.

مانش کانال ته نږدې د کډوالو یو کمپ. دغه کمپ کې شاوخوا ۱۵۰ کډوال ژوند کوي. کرېډېټ: مهدي شبیل

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت په یو رپوټ کې راغلي چې په ۲۰۱۸ کې ۵۰۴ کډوال هڅه کړې چې له مانش کاناله تېر شي. خو یوازې ۲۷۶ کسان برېتانیا ته رسېدلي او نور یې د سمندري ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

کالې کې کب نیوونکي او چارواکي وایي چې د کښتیو، بندرونو او ساحلي سیمو د ساتنې له پاره دولت باید نوي اقدامات په لاره واچوي.

 

نورې ليکنې