سي واچ کې سپاره کډوال، له تویټر څخه اخیستل شوی انځور
سي واچ کې سپاره کډوال، له تویټر څخه اخیستل شوی انځور

سي واچ او سي آی کښتیو کې بند پاتې شوي کډول د چهارشنبې په ورځ (د جنورۍ ۹مه نېټه) د مالتا پر یو نظامي بندر ښکته شول. اټکل شوې چې دغه کډوال د اتو اروپایي هیوادونو ترمنځ ووېشل شي.

سي واچ کښتۍ کې یو کډوال د فرانسې خبري اژانس ته وویل: «ډېر خوښ یم. د اروپا منندوی یو.»

دغو کښتیو کې سپاره کډوال د ډېسمبر پر ۲۹مه د سي واچ او سي آی له خوا له مدیترانې څخه ژغورل شوي وو.

دوی د لا والېت نظامي بندر ته تر ښکته کېدو وروسته په سرویسونو کې د دغه هیواد هرکلي مرکزونو ته واستول شول.

سي واچ او سي آی کښتۍ له یوې اونۍ راهیسې د مالتا په ساحلي اوبو کې بند پاتې وې.

تر دغې پرېکړې مخکې د مالتا حکومت ویلې و چې لومړی باید د اروپایي ټولنې له غړو سره یوې داسې موافقې ته ورسېږي چې له مخې یې په دې وروستیو اونیو کې مالتا ته ۲۴۹ نوي رسېدلي کډوال د نورو اروپایي هیوادونو ترمنځ ووېشل شي.

د اروپایي هیوادونو د دغې موافقې پر بنسټ پرېکړه شوې چې شاوخوا ۱۸۰ کډوال المان، فرانسې، پورټګال، آیرلنډ، رومانیا، لوګزامبورګ، هالنډ او اېتالیا ته واستول شي. فرانسه او المان ویلي چې هر یو یې ۶۰ کډوالو ته پناه ورکوي. 

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: مالتا وایي مدیترانه کې پاتې ۴۹ کډوالو ته پناه ورکوي   

له بلې خوا مالتا ویلي چې دغه هیواد کې ۴۴ بنګله دېشي کډوال بېرته خپل هیواد ته لېږدول کېږي.

تر دې مخکې مالتا ویلې و چې اروپایي هیوادونه باید د کډوالو ستونزو د هوارولو له پاره یوه اساسي حل لاره پیدا کړي.

په همدې حال کې د کډوالو په چارو کې د اروپایي کمیسون مشر دیمیتري اوراموپولس وایي چې د راتلونکو کړکېچنو حالاتو له پاره دایمي مکانیزمونو ته اړتیا شته.

د اېټالیا دریځ

سره له دې چې د اېټالیا د کورنیو چارو وزیر ماتیو سالویني تر دې مخکې ویلي و چې د اېټالیا ټول بندرونه د کډوالو پر مخ تړلي دي، د دغه هیواد حکومت د چهارشنبې په شپه پرېکړه وکړه چې مالتا سره د موافقې له مخې تر لسو کډوالو ته پناه ورکوي.

د اېټالیا د کورنیو چارو وزیر د پنجشنبې په ورځ وویل: «د اېټالیا حکومت دریځ معلوم دی: تړل شوي بندرونه او د انجوګانو او قاچاق وړونکو سره مبارزه. زه نه غواړم چې نوي رسېدلي کډوال د اېټالوي ښاریانو پر ژوند حتی د یو سنټ په ارزښت اغېز و لري.»

نوموړی همداراز د اېټالیا ولسشمر ته ویلي چې له خپلو اروپایي سیالیو څخه وغواړي چې له دغه هیواد سره د کډوالو په اړه خپلې کړې وعدې بشپړې کړي. تېر اوړی اېټالوۍ کښتۍ دیسیوتي له خوا ۴۵۰ ژغورل شوي کډوال د سیسیل په یو بندر کې ښکته کړل شول. دغه مهال اسپانیا، پورتګال او مالتا وویل چې هره یوه یې ۵۰ کډوالو ته پناه ورکوي. خو اوس ښاغلی سالویني وایي چې یاد هیوادونه خپلې وعدې نه دي بشپړې کړې. 

په داسې حال کې چې ماتیو سالویني له څو میاشتو راهیسې د دې هیواد د تړلي بندرونه په اړه خبرې کوي، تېره اونۍ د اېټالیا د ۵ ستوري نهضت مشر لویګي دي مایو وویل چې هیله لري اېټالیا حداقل ښځو او ماشومانو ته پناه ورکړي.


 

نورې ليکنې