د اېټالیا په سواحلو کې ژغورل شوي کډوال. کرېډېټ: اس او اس مدیترانه
د اېټالیا په سواحلو کې ژغورل شوي کډوال. کرېډېټ: اس او اس مدیترانه

نن سهار (د جنورۍ ۱۰مه نېټه) د اېټالیا د سوېلي سیمې په یو ساحل کې ۵۱ کردي کډوال له یوې کښتۍ څخه ښکته شوي دي.

په داسې حال کې چې د اېټالیا د کورنیو چارو وزیر وایي دغه هیواد خپل بندرونه د کډوالو پر مخ تړلي، نن سهار (د جنورۍ ۱۰مه نېټه) د اېټالیا د سوېلي سیمې په یو ساحل کې ۵۱ کردي کډوال له یوې کښتۍ څخه ښکته شوي دي.

د اېټالیا د کورنیو چارو وزارت وایي چې ۲۰۱۹ کې دا د کډوالو د ښکته کېدو لومړۍ پېښه ده. تېر کال ۲۳۳۷۰ کډوال د اېټالیا سواحلو ته رسېدلي وو. 

اېټالوۍ رسنۍ وایي چې دغه کډوال د کالابر په تور ملیسا کلي کې ښکته کړل شوي.

دوی اوس په یو هوټل کې دي خو اټکل کېږي چې د هرکلي یو مرکز ته واستول شي.

د دغو کډوالو په ډله کې ۶ ښځې او ۴ ماشومان هم دي.

دوه کسان د قاچاق په تور نیول شوي دي.


 

نورې ليکنې