ارواپوهه اليکزاندرا بلتنر (کين اړخ) او ايرانۍ همکاره پاريسا (ښه اړخ)
ارواپوهه اليکزاندرا بلتنر (کين اړخ) او ايرانۍ همکاره پاريسا (ښه اړخ)

د آلمان د شواينفورت په انکر مهاجر کمپ کي د «SoulTalk» په نوم پروژه د مهاجرو سره د روانې ستونزو په ډګر کي مرسته کوي.

د آلمان د بايرن ايالت د شواينفورت سيمي په انکر مرکز مهاجر کمپ کي اروا پوهانو د «SoulTalk» يا «روانې خبرو» په نوم يوه پروژه پېل کړې ده. له دغې پروژې څخه اروا پوهه اليکزاندرا بلتنر (انځور کي کين اړخ) وايي: «مهاجر له خپل هيواد څخه د تېښتي په ترڅ کي د زياتو سختيو او فشارونو سره مخامخ کيږي.» هغه زياتوي: «له دې کبله د مهاجرو د بدني روغتيا تر څنګ د هغوی د اروا مراقبت هم مهم دی.»

د «
SoulTalk» پروژه او د مهاجرو د روانې روغتيا سره تړلی د فعاليت طرز او تګلاره يې په ټول آلمان کي ساری نه لري. دغه پروژه د ځايي زانکت جوزېف روغتون او د بې پولې ډاکټرانو د سازمان له خوا په همکارۍ په شواينفورت کي د ۲۰۱۷ کال د مارچ مياشتي راهيسي پر مخ بېوله کيږي. د دغې پروژې په ترڅ کي د راوا پوهانو تر څنګ داسي کسان هم د مهاجرو په مرسته کي کومک کوي چي پخپله مهاجر وي او د مرستندويي او ارواپوهنې په تړاو يې ځانګړې څلور اونيزه لنډمهاله روزنه لرلې وي.

پاريسا (انځور کي ښه اړخ ته) يوه ايرانۍ مهاجره ده چي په دغه پروژه کي د همکارې په توګه کار کوي. هغې په ايران کي په ټولنيزو چارو کي تحصيل کړی او د خپلې کورنۍ سره آلمان ته رامهاجره سوه او په ۲۰۱۵ کال و شواينفورت ته راغله. پاريسا و مهاجرو ته د روانې ناروغيو په تړاو د پوهاوي ورکولو په دغه پروژه کي د څلور اونيز کورس ويلو وروسته کار پېل کړ.

د پاريسا په شان د دغې پروژې ټول مرستندوی مهاجر مشاورين د مهاجرو څخه د هغوی په مورنۍ ژبه پوښتنه کوي: «څنګه يې؟» تجربې ښودلې چي زيات مهاجر د هغوی په ژبه خبري کوونکي او د هغوی په شان مهاجرو ته ژر د خپلو ستونزو په هکله معلومات ورکوي او په اصطلاح د زړه حال ورته وايي.

«مخنيوی کوو نه درملنه»

د «
SoulTalk» پروژې پر مخ بيوونکي پر دې ټينګار کوي چي د دوی پروژه د مهاجرو روانې درملنه نه کوي بلکه د روانې ستونزو په تړاو او د ستونزو څخه د ځان ساتلو د امکاناتو په هکله مهاجرو ته پوهاوی ورکوي. يعني د دغې پروژې مقصد په مهاجرو کي د رواني ناروغيو مخنيوی دی. له همدې کبله دغه پروژه خپلو مهاجرو مراجعينو ته د «مريضانو» کلمه نه کاروي بلکه ورته د مشتريانو يا «مراجعينو» لغت کاروي.

د ياد دوه اړخيز رواني پوهاوي طريقه او مفکوره تر ۲۰ کالو څخه زيات وخت تر مخه د بې پولې ډاکټرانو سازمان رامنځ ته کړه. په آلمان کي دغه پروژه صرف په شواينفورت انکر مرکز کي فعاليت لري. دغه مرکز په ټول آلمان کي يوازنی د مهاجرو کمپ دی چي د مهاجرو روانې مراقبت کوي. په نورو مهاجر کمپونو کي مهاجر که په شديده توګه رواني ناروغ نه وي، نو پخپله بايد د اروا پوهانو سره تماس ونيسي او د روانې مرستو مصارف بايد په خپله په غاړه واخلي. خو که شديده رواني ناروغي موجوده وي نو بيا په ټول آلمان کي د مهاجرو سره اړينه طبي مرسته کيږي.

د شواينفورت په انکر مرکز کي نژدې ۷۵۰ مهاجر ځای پر ځای سوي دي. د ۲۰۱۷ کال د مارچ راهيسي نژدې ۵۰۰ د کمپ مهاجر اوسېدونکو د رواني روغتيا په تړاو په اړوندو معلوماتي کورسونو او ملاقاتونو کي برخه اخيستې ده.

خو د «
SoulTalk» پروژه د بسپنو په مرسته پر مخ بيوله کيږي او پکښي د پلان سره سم د بې پولو ډاکټرانو د همکارۍ ميعاد پای ته رسېدلی دی. له همدې کبله د زانکت جوزېف روغتون د دې تلاښ کوي چي د دغې پروژې د روانې ساتلو له پاره له ځايي حکومتي ادارو او په همدې شان بسپنه ورکونکو څخه مالې مرستي تر لاسه کړي.

د اصلي مطلب ليکونکی: بنيامين باتکه
د لنډې پښتو بڼې چمتو کوونکی: احمدولي اڅکزی

 

نورې ليکنې