لېسبوس ټاپو کې موریا کمپ، رویترز / الکیس کنستانتینیدیس (له آرشیف څخه)
لېسبوس ټاپو کې موریا کمپ، رویترز / الکیس کنستانتینیدیس (له آرشیف څخه)

د یونان حکومت د اکسفام د نوي رپوټ په ځواب کې ویلي چې د دغه هیواد په لېسبوس او ساموس کمپونو کې د کډوالو د ژوند وضعیت د ښه والي له پاره اقدامات کېږي. یوناني چارواکي دا هم ویلي چې تر اوسه پورې په زرګونو زیان منونکو کډوالو د مرکزي یونان کمپونو ته استول شوي دي.

د یونان د کډوالو چارو وزیر دیمیترېس ویتساس د اکسفام د نوي خپور شوي رپوټ په ځواب کې ویلي چې په ۲۰۱۸ کې ۲۹۰۹۰ کډوال د مرکزي یونان کمپونو ته استول شوي دي. تر دې مخکې اکسفام سازمان په یو رپوټ کې لیکلي و چې یوناني ټاپوګانو کې په سلګونو حامله ښځو او کم سنه کډوالو په سختو او نامطمئنو شرایطو کې ژوند تېروي.

ښاغلی ویتساس په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «د جنورۍ میاشتې تر پای پورې دغو کمپونو ته ډاکټران لېږدول کېږي.»

اکسفام په خپل رپوټ کې یوناني ټاپوګانو کې د هغو زیان منونکو کډوالو په اړه لیکلي چې له هېڅ ډول روغتیایي خدماتو څخه برخمن نه دي.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: اکسفام: یوناني ټاپوګانو کې د ښځو او بې سرپرسته ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ دی

د ښاغلي ویتساس په خبره، اټکل شوې ده چې د یونان په مرکزي سیمو کې داسې نوي کمپونو جوړ شي چېره چې تر ۱۵۰۰ کسان اوسېدلی شي.

تېر نومبر د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان ویلي و چې د ساموس او لېسبوس په مرکزونو کې د کډوالو  وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د لېسبوس په موریا کمپ کې شاوخوا ۶۵۰۰ کډوال اوسېږي حال دا چې دغه کمپ د شاوخوا ۳۰۰۰ کسانو له پاره جوړ شوی دی.

د ښاغلي ویتساس په خبره اوس مهال تر ۷۰۰۰۰ ډېر کډوال یونان کې دي.

نوموړی زیاته کړه: «۲۰۱۸ کې ۴۷۹۲۹ نوي کډوال یونان ته ننوتلي، چې ۳۲۱۱۵ تنو یې د اژې سمندر په ټاپوګانو کې او ۱۵۸۱۴ نور یې د یونان په شمال ختیز سیمه کې ژوند کوي.»


 

نورې ليکنې