ایل دو فرانس کې د منیل - املو اداري توقیف ځای. کرېډېټ: سیماد
ایل دو فرانس کې د منیل - املو اداري توقیف ځای. کرېډېټ: سیماد

ایل دو فرانس کې د ونسېن توقیف خونې نږدې ۴۰ کډوالو او د منیل – املو د توقیف خونې شاوخوا ۷۰ مهاجرو د نه خوړو اعتصاب کړی. دوی وایي چې په اداري توقیف کې یې وضعیت ډېر بد دی، روغتیایي خدماتو ته لاس رسی نه لري او د پولیسو له تاوتریخوالي سره مخ دي.

د جنورۍ له ۳مې راهیسې د ونسېن په یو اداري توقیف ځای کې شاوخوا ۴۰ مهاجرو د نه خوړو اعتصاب کړی. همداراز په منیل – املو توقیف خونه کې شاوخوا ۷۰ مهاجرو هم د جنورۍ له ۸مې راهیسې د نه خوړو اعتصاب پیل کړي.

اعتصاب کوونکي وایي چې دغو ځایونو کې یې د ژوند وضعیت ډېر بد دی. ۲۲ کلن نایجریایي کډوال راشد* چې له ۱۱ ورځو راهیسې د منیل – املو په توقیف خونه کې دی کډوال نیوز ته وایي: «له بندیانو سره هم داسې ناسم چلند نه کېږي چې له موږ سره کېږي.» دغه توقیف ځای ته تر انتقال مخکې دغه کډوال په بندي خونه کې و.

سیماد سازمان چې د فرانسې په اتو توقیف ځایونو کې له کډوالو سره مرسته کوي په دې اند دی چې د یادو مهاجرو د نه خوړو اعتصاب خپل لاملونه لري. د دغه سازمان یوه غړی وایي: «د منیل – املو په توقیف ځای کې د ژوند وضعیت د زغملو نه دی.»

سیماد د ۲۰۱۷ کال له پاره په خپل رپوټ کې ویلي و چې فرانسه کې اداري توقیف ځایونو له زندان څخه هېڅ ډول توپیر نه لري.

له فرانسې څخه اخراجېدونکي کډوال لومړی دغو اداري توقیف ځایونو ته لېږدول کېږي. اوس مهال د فرانسې په خاوره کې ټولټال ۲۵ اداري توقیف ځایونه موجود دي. د سیماد په حواله، له ۲۰۱۷ راهیسې ۴۷۰۰۰ کسان توقیف ځایونو ته استول شوي دي.

خیرنتوب او چټلتیا

اعتصاب کوونکي وایي چې اداري توقیف ځایونه ډېر چټل دي. دوی په ځانګړې توګه د تشنابونو، کنارابونو او کوټو له چټلتیا څخه شکایت کوي. د  StreetPressسایټ په یوه خپره شوې ویډیو کې (مې ۲۰۱۸) د منیل – املو د تشنابونو ډېر خراب او چټل وضعیت ښودل شوی.

اعتصاب کوونکي همداراز وایي چې دغه توقیف ځای کې ورته ښه طعام هم نه ورکول کېږي. ځینې مسلمان کډوال ټینګار کوي چې اداري توقیف خونه کې حلاله ډوډۍ نه شته.

بل لورته دغه کډوال د پولیسو له تاوتریخوالي څخه هم شکایت کوي او وایي چې کډوال کله ناکله د پولیسو له خوا وهل کېږي.

سیماد د دې خبر په تاییدولو سره زیاتوي چې د کډوالو د اخراج پر مهال پولیس له زور او تاوتریخوالي څخه کار اخلي.

د روغتیایي خدماتو کموالی

د روغتیایي خدماتو کموالی هم د کډوالو یوه بله ستونزه ده. د سیماد یوه غړی کډوال نیوز ته وایي چې توقیف ځای کې کله ډاکټر شته او کله هم نه شته. هغه زیاتوي چې دلته روغتیایي خدمات لږ دي.

مصري کډوال محمد* چې له ۱۰ کلونو راهیسې فرانسه کې اوسېږي او اوس د منیل – املو په توقیف ځای کې دی، کډوال نیوز ته وایي چې روغتیایي خدماتو ته لاس رسی نه لري. «یوه ورځ مې په غاښ درد و. خو پولیسو اجازه را نه کړه چې ډاکټر ته لاړ شم.»

اعتصاب کوونکي د پناه غوښتلو او مهاجرت د نوي قانون د هغې مادې پر وړاندې هم اعتراض کوي چې له مخې یې اخراجېدونکي کډوال باید له ۴۵ تر ۹۰ پورې په اداري توقیف ځایونو کې وساتل شي.

کډوالو نیوز هڅه وکړه چې په دې اړه د پاریس د پولیسو د قومندانۍ نظر واخلي خو بریالی نه شو.  

 

* مستعار نومونه


 

نورې ليکنې