«موږ بې ځایه شوي یو» د ملاله یوسفزۍ د نوي کتاب نوم دی
«موږ بې ځایه شوي یو» د ملاله یوسفزۍ د نوي کتاب نوم دی

د سولې له پاره نوبل جايزې ګټونکې او پښتنې فعالې ملاله يوسفزۍ نوي کتاب «مونږ بېځايه شوي يو، زما سفر او نړۍ کې د کډوالو نجونو کېسې» د سه شنبې په ورځ بازار ته عرضه شو.

دا کتاب د هغې ځوانو نجونو کيسې بيانوي کومې چې د نړيوال مهاجرت له پاليسيو له خوا اغېزمنې شوې دي. په دې کتاب کې ملاله يوسفزۍ نه يوازې پاکستان کې د خپل خاندان د بې ځايه کېدو او په هغې د طالبانو له خوا ترسره شوي بريد کيسه کوي بلکې د هغو کډوالو نجونو کيسې هم بيانوي کومې چې هغې سره د نړۍ مختلفو برخو کې مېلاو شوې دي. 

د کتاب بازار ته راتللو خبر د ملاله فنډ له خوا يو ټويټ کې په دا رنګ بيان شو په کوم کې چې ملاله د کتاب ليکلو په اړه وايي: «مونږ د مهاجرت او کډوالو په اړه ډېر څه اورو، خو مونږ د کډوالو نه او په ځانګړې توګه د نجونو او ځوانو مېرمنو نه په خپله دومره (د دوی کېسې) نه اورو.» او په دې غرض ملاله خپل کتاب ليکلي کوم چې اوس بازار ته عرضه شو.

ملاله يوسفزۍ د خپل کتاب په باره کي يو ټويټ کي ليکي: «زما نوی کتاب د کډوالو جينکو د نړۍ په کچ راغونډي شوې کيسو مجموعه ده. د ډار څخه ډکو سفرونو، د خپلوانو بايلل او د خپل کورونو ارمان. دا کتاب لوستونکو ته د کډوالو حقيقي ژوند په ډاګه کوي برخلاف د هغه خبرونو، شمېرو او بيانونو کوم چې مونږ روزانه په خبرونو کې اورو.»

کتاب بازار ته د لټل براؤن ينګ ليډر له خوا خپور شوي کوم چې په آمازون ډاټ کام موجود دی. د «مونږ بې ځايه شوي يو» په پېږندنه کې ليکل شوي دي چې د پلار د مرګ نه پس ماريه د خپلې مور سره څنګه د نيمې شپې له خوا وتښتېدله. زينب نومې ماشومه ولې دوه کاله د ښوونځي نه په کور شوه او هغه بيا څه رنګه امريکا او بله خور سبرين يې ايټاليا ته ورسېدلې. اجيده نومې نجلۍ که د جنګ جګړو له ځای څخه ووتل نو په نوي لنډمهاله کور کې په څه رنګ خپله کورنۍ بچ ساتي.

د کتاب چاپ کېدو په موقع د ملاله يوسفزۍ پلار ضياالدين يوسفزی په خپل يو ټويټ کې ليکلي چې هغه په ملاله او نورو نجونو وياړ کوي چا چې خپلې کیسې شريکې کړي.


 

نورې ليکنې