۲۰۱۸، افغان کډوال د پاریس د پورت دو لا شاپل په یو مرکز کې. کرېډېټ: کډوال نیوز
۲۰۱۸، افغان کډوال د پاریس د پورت دو لا شاپل په یو مرکز کې. کرېډېټ: کډوال نیوز

د فرانسې د ښي اړخي افراطي ګوند مشره مارین لوپن د فبرورۍ پر ۲۴مه وویل چې فرانسه کې کډوال له ډېرو مالي مرستو څخه برخمن کېږي، خو له تقاعد شويو فرانسویانو سره د مرستو کچه ټیټه ده. د اغلې لوپن دغه خبره ناسمه ده. کډوال نیوز معلومات ورکوي.

د فرانسې د ښي اړخي افراطي ګوند مشره مارین لوپن د فبرورۍ پر ۲۴مه د فرانسې شمالي سیمې ته د خپل سفر پر مهال وویل، چې فرانسه کې کډوال د تقاعد شویو کسانو په پرتله له ډېرو مالي مرستو څخه برخمن کېږي.  

خو د نوموړې دا خبره ناسمه ده. بشپړ معلومات.

- بې سنده کډوال

فرانسه کې له بې سنده کډوالو سره هېڅ ډول مالي مرسته نه کېږي.

- پناه غوښتونکي

فرانسه کې پناه غوښتونکو له «ادا» یا «د پناه غوښتونکو مدد معاش» څخه برخمن کېدای شي. دغه مدد معاش د پناه غوښتونکو له وضعیت سره تړاو لري: دا چې کډوال مجرد دي یا متاهل، ماشوم لري که نه.

مجرد کډوال: هره ورځ ۶ اعشاریه ۸۰ یورو (یوه میاشت کې ۱۹۰ یورو)

هغه کورنۍ چې دوه ماشومان لري: هره ورځ ۱۷ یورو (یوه میاشت کې ۴۷۶ یورو)

هغه کورنۍ چې ۶ غړي لري: هره ورځ ۲۳ اعشاریه ۸۰ یورو (یوه میاشت کې ۶۶۰ یورو)

دغې مرستې د اوفپرا یا د فرانسې د پناه غوښتنې ملي محکمې تر پرېکړې (مثبته یا منفي) وروسته پای ته رسېږي.

د ژیستي سازمان له پاڼې څخه

- ډوبلیني شوي کډوال

ډوبلیني شوي کډوال د پناه غوښتونکو په شان له «ادا» څخه برخمن کېدای شي.

دغې مرستې هغه مهال پای ته رسېږي چې د پناه غوښتونکو دوسیې یو بل هیواد ته انتقال شي او یا پناه غوښتونکي «د تېښتې» په حالت کې وي.

- منل شوي کډوال

هغه کډوال چې فرانسه کې د اقامې اجازه لري (مهاجر او یا له جانبي حفاظت څخه برخمن شوی کډوال) له ټولو هغو مالي مرستو څخه برخمن کېدای شي چې وزګارو کسانو ته ځانګړې شوې دي.

دغه کډوال له «اغ اس آ» او یا «د کورنیو مدد معاش» څخه برخمن کېږي.

فرانسه کې تقاعد شویو کسان له کومو مرستو څخه برخمن کېدای شي؟

په فرانسه کې تقاعد شوي کسان هم له مالي مرستې څخه برخمن کېدای شي. دغې مالي مرستې ته «اسپا» یا «له بوډاګانو سره مالي مرسته» ویل کېږي.

په دې حالت کې مجردو کسانو ته هره میاشت ۸۶۸ یورو ورکول کېږي. خو که دوه کسان وي نو دغه مبلغ تر ۱۳۴۷ یورو لوړېدای شي.

د عامو خدماتو له پاڼې څخه

 

نورې ليکنې