د اژي سمندر: ارشیف
د اژي سمندر: ارشیف

د ترکیې دولتي خبري اژانس انادولو په حواله د دې هیواد سمندري ځواکونه د شنبې په ورځ (د اګست ۱۷مه) ۳۳۰ کډوال نیولي. دوی غوښتل چې له اژې سمندره په تېرېدو سره ځان د یونان لسبوس ټاپو ته ورسوي. نیول شوي کسان د افغانستان، سوریې او فلسطین دي.

د ترکیې دولتي خبري اژانس انادولو وایي، د دې هیواد سمندري ځواکونو په ۷ بېلابېلو عملیاتو کې ۳۳۰ کډوال د ترکیې د شمال لوېدیځ ولایت چناق قلعې په ایواجیک ولسوالۍ کې نیولی دي. یاد کډوال د افغانستان، سوریه او فلسطین دي او غوښتل یې چې په بېړیو کې لېسبوس ټاپو ته ځان ورسوي.

د ۲۰۱۵ له کډوالۍ کړکېچ راهیسې ګڼ شمېر کډوال هڅه کوي چې د دې هیواد له لارې د اروپایي هیوادونو په لور سفر وکړي. اوس مهال تر ۳ میلیونه ډېر سوریایي کډوال ترکیه کې ژوند کوي.

ترکیې له اروپایي اتحادیې سره د یوه پرېکړه لیک پر بنسټ اروپا ته د غیرقانوني کډوالو د تګ مخنیوی کوي. د ترکي پولیسو د عملیاتو په پایله کې د هغو کډوالو په شمېر کې کموالی راغلی چې غواړي یونان ته ولاړ شي.

یاد تړون د ۲۰۱۶ په د مارچ میاشت کې لاس لیک شوی دی. د دغه تړون له مخې ترکیې د مالي مرستې، ترکي خلکو ته د ویزو د شرایطو اسانولو او اروپایي ټولنې سره د یو ځای کېدو خبرو اترو د چټکولو په بدل کې اروپا ته د کډوالو د تګ مخنیوی کوي.  


 

نورې ليکنې