له ۲۰۱۶ کال راهيسي ۷۲۰ افغانان کابل ته اخراج سوي دي
له ۲۰۱۶ کال راهيسي ۷۲۰ افغانان کابل ته اخراج سوي دي

له آلمان څخه ۴۴ اخراج سوي افغانان د چهارشنبې په ورځ کابل ته ورسېدل. په دغو اخراج سوو کي يو جنسي تېری کوونکی هم شامل ؤ.

په افغانستان کي د اندېښنې وړ امنيتي وضعيت باوجوده آلمان ۴۴ نور رد سوي افغان مهاجر کابل ته اخراج کړل. دغه اخراج سوي کسان د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر په ۹مه) د کابل هوايي ډګر ته ورسېدل.

د آلمان د کورنيو چارو وزارت ويلي چي د آلمان له مونشن څخه يوې ځانګړې چارتر سوي الوتکي پرواز وکړ چي پکښي ۴۴ افغان رد سوي مهاجر سپاره ول. آلماني چارواکو ويلي چي اخراج سوي ۴۴ واړه نارينه رد سوي مهاجر دي چي پکښي په جرمنو تورن کسان هم شامل دي. زياته سوې چي په اخراج سوو کسانو کي کم سن لرونکی څوک نه دی شامل بلکه ټول بالغان دي.

د کورنيو چارو وزارت د اخراج سوو افغان مهاجرو په هکله ويلي چي پکښي ۲۸ داسي کسان شامل دي چي په محکمه کي حتمي مجرم پېژندل سوي دي. په دغو جرايمو کي پر ماشومانو جنسي زهيرونه، جنسي تېری او د قتل هڅه شامله ده.

له آلمان څخه د رد سوو او په جرمونو تورنو افغان مهاجرو لړۍ د ۲۰۱۶ کال په دسمبر مياشت کي پېل سوه. له هغه وخت راهيسي په بشپړه توګه ۷۲۰ نارينه په ۲۸ الوتنو کي افغانستان ته اخراج کړل سوي دي.

خو و افغانستان ته د مهاجرو اخراج په آلمان کي يوه شخړيزه موضوع ده. د مهاجرو د ملاتړ يو شمېر سازمانونه دغه اخراج په سخته توګه غندي او وايي چي د افغانستان امنيتي وضعيت د دې اجازه نه ورکوي چي مهاجر بېرته ور ولېږل سي.

dpa     

 

نورې ليکنې