کډوال د ولیکا کلادوشا د میرال په مرکز کې. کرېډېټ: رویترز
کډوال د ولیکا کلادوشا د میرال په مرکز کې. کرېډېټ: رویترز

د بوسنیا د شمال لویدیځې سیمې چارواکي خبرداری ورکوي چې که چېرې حکومت کډوال له دغې سیمې څخه د بوسنیا نورو برخو ته انتقال نه کړي، دوی به د مهاجرو پر دوو مرکزونو بندیز ولګوي. په همدې حال کې د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي چې دا بندیز د شخړو سبب ګرځېدلی شي.

د اونا سونا سیمې ځایي حکومت وایي چې د جمعې په ورځ به د بیرا او میرال پر مرکزونو بندیز ولګول شي او تر هغه وخت به دوام ولري چې وضعیت کې بدلون راشي. 

نږدې ۲۳۰۰ کډوال د میرال او بیرا په مرکزونو کې ژوند کوي. دغه مرکزونه، چې د بیهاچ او ولیکا کلادوشا ښارونو په شاوخوا کې پراته دي، د کډوالۍ نړیوال سازمان له خوا اداره کېږي او کروېشیا ته موقعیت لري. دواړه مرکزونه د ۲۰۱۸م کال په پای کې پرانیستل شوي دي. بېرا د ۱۵۰۰ کسانو ظرفیت لري او مجرد کډوال پکې اوسېږي، خو میرال د ۶۰۰ تر ۷۰۰ کسانو ظرفیت لري او کورنیو او کم سنه کډوالو ته ځانګړې شوې ده.

په همدې حال کې بوسنیا کې د کډوالۍ نړیوال سازمان استازی پیتر وان دېر اوېرارت کډوال نیوز ته وایي: «بندیزونه تر اوسه پورې نه دي لګول شوي. موږ هیله لرو چې چارواکي خپل نظر بدل کړي ځکه دا د کډوالو له پاره یوه ډېره بده خبره ده.»

ښاغلی اوېرارت زیاتوي چې ټولو کډوالو ته د دغه بندیز په اړه اطلاع ورکړل شوې. خو نوموړی ټینګار کوي چې د بندیز سربېره به د مرکزونو پر اوسېدونکو خواړه وېشل دوام ولري.

د کډوالۍ نړیوال سازمان استازي په حواله دا بندیز د روحي فشار او ان د تاوتریخوالي لامل ګرځېدلی شي.

نوموړی دا هم وایي چې بوسنیا کې باید د هغو ۲۵۰۰ کډوالو د ستونزو د هوارولو له پاره اقدامات وشي چې له مرکزونو بهر اوسېږي او کوم امکانات نه لري. 

په تېرو وختونو کې د بوسنیا دغو سیمو ته په زرګونو داسې کسان رسېدلي کوم چې غواړي ګاونډۍ کروېشیا ته واوړي او له هغه ځای څخه لوېدیځې اروپا ته ځانونه ورسوي.

د اونا سونان کانټون د ځایي چارواکو په حواله سر له جمعې د اکټوبر ۱۵مه بوسنیا ته تازه رسېدونکي کډوال یادو مرکزونو ته نه شي تللی، خو هغه کسان چې غواړي د کروېشیا په لور روان شي له مرکزونو څخه وتلی شي.

د بوسنیا حکومت د شمېرو له مخې د روان کال له پیل راهیسې تر ۱۳۰۰۰ ډېر کډوال دغه هیواد ته رسېدلي دي. خو بوسنیا د خپل ضعیف اقتصاد له امله ټولو کډوالو ته د سرپناه برابرولو توان نه لري او ډېری کسان پکې له لومړنیو اړتیاوو څخه محروم دي.  

د پنجشنبې په ورځ (د نومبر ۱۵مه) د اروپایي ټولنې د کډوالۍ کمېشنر دیمیتریس اوراموپولوس خبرداری ورکړ چې راتلونکي ژمي کې د یو بشردوستانه کړکېچ د مخنیوي له پاره بوسنیا کې مېشت ۸۰۰۰ کډوالو ته باید کافي امکانات برابر کړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره سه شنبه (د نومبر ۱۲مه) د بوسینا سرحدي پولیسو مشر دغه هیواد ته له صربیا څخه د ننوتونکو کډوالو شمېر په هکله اندېښنه ښودلې او زیاته یې کړه وه، چې سرحدي سرتېري د کډوالو مخه نه شي نیولی او بوسنیا کې د کډوالۍ فشار له امله سیاسي وضعیت په اسانۍ سره خرابېدلی شي.  

تر دې دمه اروپایي ټولنې له بوسنیا سره د ۳۶ میلیونه یورو په ارزښت مرسته کړې، خو د دغه هیواد په ووچیاک کمپ کې وضعیت دومره بد دی چې، د ښاغلي دیمیتریس په حواله، «اروپایي ټولنه به له دغه کمپ سره هېڅ ډول مالي مرسته نه شی کولی.»

ووچیاک کمپ کې نه اوبه شته او نه برېشنا. د اکټوبر له ۲۱مې راهیسې د بیهاچ ښاروال د دغه کمپ پر اوسېدونکو اوبه قطع کړې. کرېډېټ: جېن فرانک، کډوال نیوز

ووچیاک کمپ کې چې پخوا د کثافاتو د لرې کولو ځای و او هغې سیمې ته نږدې موقعیت لري چې ماینونه پکې کارول شوي، نن سبا نږدې ۱۰۰۰ کډوال اوسېږي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان او بوسنیا کې د اروپایي ټولنې ماموریت له بوسنیایي چارواکو څخه له ووچیاک نه د یادو کډوالو د انتقالولو غوښتنه کړې وه. د کډوالو د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګری رپوټ ورکوونکی فیلیپ ګونزالز مورالېس د اکټوبر میاشتې په پیل کې رسنیو ته ویلي وو: «دا سیمه د انسانو له پاره بیخي نامناسبه ده.»  نوموړي دغه راز زیاته کړې وه چې د ژمي په را رسېدو سره سرپناه نه لرونکو کډوالو ته باید حل لاره وموندل شي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان په حواله په روانه اونۍ کې د بوسنیا حکومت پرېکړه وکړه چې د اونا سونا کانټون څخه بهر په توزلا او سراییوو کې د کډوالو له پاره دوه نوي مرکزونه جوړ کړي. بوسنیا کې د دغې ادارې استازی دا یوه ښه خبره بولي، خو نوموړی زیاتوي چې تر اوسه پورې دغو سایټونو ته نه دي تللي او نه پوهېږي چې د مرکزونو جوړول به څومره وخت ونیسي او د څو کسانو ظرفیت به ولري.

 

نورې ليکنې