د الان کردي په نامه ژغورونکې کښتۍ د پنجشنبې په ماسپښین د لیبیا په ساحلي اوبو کې ۸۴ کسان ژغورلي دي. دغه راز د اوشېن وایکنګ ژغورونکې کښتۍ د پنجشنبې په شپه ۶۰ کډوال ژغورلي دي.
د پنجشنبې په ورځ د مرکزي مدیترانې په ژغورنې زون کې الان کردي او اوشېن وایکنګ ټولټال ۱۴۴ کډوال ژغورلي دي.
سي ای سازمان په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې لومړي عملیات د دې سازمان کښتۍ الان کردي له خوا ترسره شول چې په پایله کې یې د ۲۱ ښځو او ۳ ماشومانو په ګډون ۴۴ کډوال ژغورل شوي دي.
❗️BREAKING
— sea-eye (@seaeyeorg) November 28, 2019
At noon today, our vessel #ALANKURDI saved 44 people on the Mediterranean. Among them are three small children and 21 women, one of them pregnant.
Meanwhile, the next emergency call has already been received via @alarm_phone.
Our ship is on its way. pic.twitter.com/Rgpicu93zF
څو ساعته وروسته الان کردي یوه بله کښتۍ وژغورله چې د درېو ماشومانو په ګډون ۴۰ کسان پکې سپاره ول. یاد سازمان زیاتوي چې د عملیاتو پر مهال یوه ښځه بې هوشه شوې وه خو اوس یې وضعیت ښه دی.
❗️BREAKING
— sea-eye (@seaeyeorg) November 28, 2019
Our ship #ALANKURDI found the second unseaworthy rubber boat in distress at around 5:00p and rescued another 40 people, including three small children.
One unconscious woman was taken from the boat and directly to the on-board hospital, her condition is critical. pic.twitter.com/XlA0qp2is9
بل پلو د بې سرحده ډاکټرانو سازمان په خپله ټویټر پاڼه لیکي چې کښتۍ یې د پنجشنبې په شپه ۶۰ کډوال د لیبیا په ساحلي اوبو کې ژغورلي دي.
د ژغورل شویو په ډله کې ۱۸ کم عمره کسان او دوه ښځې هم دي چې ډېری یې د بنګله دېش او اریتریا څخه راغلي دي.
🔴BREAKING 60 pers. viennent d’être secourues d'une embarcation en bois surchargée et instable par l'#OceanViking. Après une opération difficile à 60 milles nautiques des côtes libyennes, un bébé de 3mois et son frère de 3ans font partie des rescapés désormais en sécurité à bord. pic.twitter.com/PnxysI9jQW
— SOS MEDITERRANEE France (@SOSMedFrance) November 28, 2019
دغه درې واړه عملیاتونه له هغې وروسته ترسره شول چې د الارم فون په نامه تېلېفوني پلټفورم د کډوالو د خراب وضعیت په اړه ژغورونکو کښتیو ته اطلاع ورکړه. یاد پلټفورم دغه راز لیبیایي، مالتایي او ایټالوي چارواکو ته د یادو کډوالو په اړه اطلاع ورکړې وه.
اوشېن وایکنګ اوسمهال مرکزي مدیترانه کې د نورو کښتیو په لټه کې ده.
الان کردي د ایټالیا لمپدوسا ټاپو او مالتا په لور روانه شوې او د یو خوندي بندر پرانیستلو ته انتظار باسي.
Yesterday, 3 boats reached out to us while escaping #Libya. All of them were rescued, not by European state actors or institutions but by NGOs of the #civilfleet. The tenacity of migrant movements & acts of transnational #solidarity give us hope!
— Alarm Phone (@alarm_phone) November 29, 2019