د اس او اس مدیترانې سازمان د دوشنبې په ورځ وویل چې د سیسیل په پوزالو بندر کې یې د ژغورل شویو ۳۹ کډوالو د ښکته کولو اجازه ترلاسه کړې. یاد کسان تېره جمعه د لیبیا په ساحلي اوبو کې ژغورل شوي وو.
د اس او اس مدیترانې سازمان په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې اوشېن وایکنګ کښتۍ کې سپرو ۳۹ کډوالو د ایټالیا د سیسیل سیمې په پوزالو بندر کې د ښکته کېدو اجازه ترلاسه کړې.
🔴 #Pozzallo, Sicile, est assigné comme lieu sûr aux 39 rescapés secourus d’une embarcation en bois en #Méditerranée par l’#OceanViking il y a 3 jours. Après avoir fui la violence & les conflits en #Libye, le soulagement à bord à l’annonce de leur débarquement proche est palpable pic.twitter.com/a4a1wl80Vu
— SOS MEDITERRANEE France (@SOSMedFrance) January 20, 2020
دغه ۳۹ کسان، چې ډېری یې بنګله دېشیان دي، د جمعې په سهار د لیبیا په ساحلي اوبو کې ژغورل شوي وو. د ژغورل شویو په ډله کې ۱۹ کم عمره کسان او ۵ ښځې هم دي.
د دغو بنګله دېشیانو د ژغورنې عملیات له هغې وروسته ترسره شول چې مدیترانه کې د مهاجرو د ژغورنې تلېفوني پلټفورم الام فون د شپې په ۲ بجو د یوې داسې کښتۍ په اړه اطلاع ترلاسه کړه چې له کاره لوېدلې وه.
اوشېن وایکنګ په یو وخت کې د ۲۰۰ تر ۲۵۰ کډوالو ظرفیت لري.
اوسمهال د مرکزي مدیترانې د ژغورنې او لټون په زون کې د سي ای سازمان ژغورونکې کښتۍ ایلان کردي د مهاجرو کښتیو د لټولو دندې ته ادامه ورکوي.
Our vessel #ALANKURDI reached the Libyan search-and-rescue area.
— sea-eye (@seaeyeorg) January 20, 2020
Since the early morning hours our crew is keeping lookout shifts to not oversee a boat in distress. pic.twitter.com/jbtb88Dkzb
په تېرو څو وختونو کې لیبیا کې د خلیفه حفتر او د دغه هیواد د ملي حکومت ترمنځ د روانو جګړو له امله د هغو کډوالو په شمېر کې زیاتوالی راغلی چې د مدیترانې له لارې له لیبیا څخه اروپا ته د راتګ هڅه کوي.