د شمالي مقدونیې پولیس وایي له یونان سره پر پوله یې په یوه لارۍ کې ۲۱۱ مهاجر موندلي دي. دغه کسان د بنګله دېش او پاکستان اصلي اوسېدونکي دي.
پولیسو پرون سه شنبه وویل تېره دوشنبه شپه ګېوجلیا ښار ته نږدې په یوه لارۍ کې ۲۱۱ مهاجر نیولي دي. د دغو کسانو په ډله کې ۱۴۴ بنګله دېشیان او ۶۷ پاکستانیان دي.
پولیسو زیاته کړې چې د شمالي مقدوینې اصلي اوسېدونکي ۲۷ کلن لاري چلوونکی یې هم نیولی دی.
یاد مهاجر یونان ته د شړلو لپاره د ګېوجلیا ښار د کډوالو ترانزیتي کمپ ته لېږدول شوي دي.
د شمالي مقدونیې پولیسو د جون میاشتې پر ۲۲مه دغه هیواد په سترومیکا سیمه کې یوه لارۍ کې تر ۶۰ ډېر مهاجر موندلي ول.
که څم د یونان او شمالې مقدونیې ګډه پوله د روان کال په لومړیو میاشتو کې د کورونا ویروس کړکېچ له امله تړل شوې وه، خو چارواکي وایي چې د انساني قاچاقو ډلې لا هم په سیمه کې فعالې دي.