آرشيف انځور ـ د مالتا په نظامي کښتۍ کي د مهاجر لېږد | Photo: EPA/DOMENIC AQUILINA
آرشيف انځور ـ د مالتا په نظامي کښتۍ کي د مهاجر لېږد | Photo: EPA/DOMENIC AQUILINA

يو شمير د مهاجرو په مشترکه توګه د مالتا د حکومت پر ضد حقوقي دعوی کړې ده ځکه چي د پناه غوښتنې پرته دغه مهاجر لیبيا ته لېږدول سوي ول.

د کښتۍ په مرسته مهاجرت کوونکو يوې ډلې په مشترکه توګه د مالتا د حکومت پر ضد مشترکه حقوقي دعوای کړېده ځکه چي په وينا يې بېله دې چي دوی د پناه غوښتني امکان ولري و لبيا ته لېږدول سوي دي. د «مالتا انډيپنډنټ» په نوم ورځپاڼي خبر ورکړی دی د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د نومبر ۴مه) د مالتا د لومړي وزير روبرت ابېلا، د کورنيو چارو د وزير بايرون کاميلېري او د پوځ پر مشر جېفري کورمي پر ضد په محکمه کي حقوقي دعوی وسوه. په دغه دعوی کي پر نوموړو کسانو تور لګول سوی دی چي د اساسي قانون او د اروپايي اتحاديې د بشري حقونو د کنوانسيون څخه يې سرغړونه کړې ده. 

د مالتا هيواد سره تړاو لرونکي د ملکي حقونو د ساتنې سازمان «ريپبليکا» لخوا د حقوقي دعوی کوونکو ملاتړ کيږي. دعوی کوونکي د يو شمير نورو مهاجرو په کښتۍ کي ناست ول او ورته په داسي وخت کي حادثه ورپېښه سوې وه چي د مالتا تر څار او ساتنې په ساحه کي ليدل سوي هم ول. درې ورځي وروسته چارواکو د مسافر د «دارالسلام» په نوم کب نيونکي کښتۍ په مرسته واخيستل او لبيا ته يې ولېږل. د راپورونو له مخي و لبيا ته پر لاري بعضي مهاجر مړه سول. په راپورونو کي زياته سوې چي هغه کسان چي ژوندي پاته سوي ول هغوی په لبيا کي نظربند کړل سول او د لبيا په کمپونو کي د غيرانساني چلند سره مخامخ سول. 

د «مالټا انډيپنډنټ» د راپور له مخي حقوقي دعوی کوونکي وايي چي د «دارالسلام» کښتۍ د مالتا د حکومت په امر دا کار کړی ؤ. د اروپايي قانون له مخي مالتا هيواد مکلف دی چي هر هغه پناه غوښتونکی چي ورته رسيږي بايد د پناه غوښتنې د خپل استدلال د وړاندي کولو حق ورکول سي.

ک.ن.د./ا.ا. 

 

نورې ليکنې