د لیسبوس ټاپو د کاراتیپه کمپ. انځور: آرشيف
د لیسبوس ټاپو د کاراتیپه کمپ. انځور: آرشيف

د يونان د ليسبوس ټاپو په کارا تېپه مهاجر کمپ کي يوه درې کلنه افغان مهاجر ماشومه ژوبل شوې چې ډاکټرانو د هغې د ټپونو ممکنه لامل جنسي تېری بللی دی.

د مهاجرت له پاره د يونان اړونده وزارت منابعو فرانس پرس خبري آژانس ته د دسمبر په ۱۵مه ويلي چي په کارا ټېپه کمپ کي پر يوې درې کلنې ماشومې د ممکنه جنسي تېري پلټنې ادامه لري. دغه کمپ د آژه سمندر کي په يوناني ټاپو ليسبوس کي واقع دی. 

چارواکو پلټنې هغه وخت پېل کړې کله چي يوه ماشومه د دوشبنې په ورځ ناوخته په د نيمه هوښ او په ژوبل حالت کي په دغه کمپ کي وموندل شوه. د دغې ماشومې د پښو له منځ څخه ويني رواني وې. 

د يونان دولتي رسنۍ (ERT) د سه شنبې په ورځ راپور ورکړ ډاکټرانو د خپلې معاینې په پایله کې ویلي چې زخمونه ښايي د جنسي تېري له امله رامنځ ته شوې وي.

د يوناني رسنيو د راپور له مخي دغه ماشومه وروسته د ليسبوس ټاپو مرکزي ښار ميتيلين روغتون ته انتقال شوه تر څو دوباره معاینه او د ژوبل کیدو لاملونه يي معلوم کړي.

د جنسې تاوتریخوال د پیښو زیاتوالی

د ملګرو ملتونو سازمانونو، غير دولتي ادارو او د بشر د حقونو ادارې څو ځلې په کارا ټېپه کې پر ناوړه وضعيت نيوکي کړي دي. دغه کمپ چي له کږديو جوړ شوی ورته د موريا دویم کمپ خطاب هم کيږي.

نور ولوئ: په «دويم موريا کمپ» کې د مهاجرو د بد وضعیت په اړه اکسفام انديښنه ښوولې

د بې پولي ډاکټرانو د سازمان د يو راپور له مخي، د ۲۰۱۷ کال د سپتمبر او د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ مياشتو تر منځ د جنسي تاوتريخوالي ۲۱۵ قربانيان په ليسبوس کي روغتیايي مرکزونو ته د درملنې لپاره ورغلي دي. د راپور له مخې د قربانيانو دريمه برخه نارينه ول.

راپور کې زیاته شوې چې له يادو قضيو څخه ۹۴ سلنه يې د جنسي تېريو قضيې وې. په راپور کي راغلي چي د جنسي تاوتريخوالي په هرو ۲۰ پيښو کي يوه په ليسبوس کي رامنځ ته شوې.

د ياد راپور ليکونکو خبرداری ورکړی ؤ چي: «د رواني طبي مراقبت غوښتنه تر شته امکاناتو ډېره زياته ده.»

 

نورې ليکنې