بوسنیا کې د لیپا کمپ ته څیرمه د سختو واور له منځه یو کډوال تیریږي. انځور:اسوشیدتید پرس. ۲۶ ډسمبر ۲۰۲۰
بوسنیا کې د لیپا کمپ ته څیرمه د سختو واور له منځه یو کډوال تیریږي. انځور:اسوشیدتید پرس. ۲۶ ډسمبر ۲۰۲۰

اسوشیتید پرس خبري آژانس لیکلي چې د بوسنیا په شمال کې د لیپا په نوم د کډوالو کمپ له سوزیدنې وروسته، په سیمه کې د درنې واورې وریدنې او د سړې هوا له امله سلګونه تنه سوزیدلو خیمو کې ګیر پاتې.

 اسوشیتید پرس لیکلي چې د شنبې په ورځ د ډسمبر په ۲۶، د بوسنیا په شمال غرب کروشیا سره پولې ته څیرمه د لیپا په نوم کمپ کې کډوال د سړې هوا او یخ باد څخه د ځان ساتلو لپاره کمپلې او د خوب کڅوړو کې ځانونه تاو کړي ول ترڅو له سړې هوا او یخ باد څخه ځانونه و ژغوري.

تیره اونۍ د بوسنیا بیهچ ښار سره نږې د کډوالو په دغه کمپ کې د اور لږیدنې له امله سلګونه کډوال خپلو خیمو پریښودو ته اړشول او سرګونو ته ووتل. یاد کمپ د امکاناتو د نشتون له امله له وړاندې د یو شمیر نړیوالو مرستندویه ادارو تر نیونکې لاندې و.

نور ولولئ: بوسنیا: د کډوالو په کمپ کې اورلګیدنې زرګونه خلک بې کوره کړي

په بوسنیا کې د کډوالۍ نړیوال سازمان ( آی او ام) مشر پیتر ون لیپا کې حالت له فاجعې ډک بللی. نوموړي په خپل یوټویټ کې په دې اړه لیکلي:« واوره وریدلې،د ګرمولو هیڅ امکانات نشته، لیپا کمپ د ژمي په زندان بدل شوی. کډوال د وتلو اجازه نه لري. دا یوه فاجعه ده.مونږ په دې برخه کې یو سیاسي زړورتیا او عمل ته اړتیا لرو.» 

د اسوشیدیتید پرس د راپور پر اساس، بوسینا اوس هغو زرګونو کډوالو لپاره چې غربي اروپا ته د رسیدو هیله لري په یوه مهمه لاره بدله شوې. د یاد هیواد په شمال غربي برخه کې چیرې چې دغه کډوال میشت دي ځايي چارواکو د خپلو اختلافاتو له امله د کډوالو له منلو انکار کړی.

اروپايي ټولنې بوسنیا ته خبر داری ورکړی چې دغلته زرګونه بې سرپناه کډوال د ژمې د سړې هوا له ستزو سره مخامخ دي او د دغه هیواد له سیاستوالو يي غوښتي چې خپل اختلاف پریږدې او د کډوالو ستونزو د حل په اړه دې اقدام وکړي.

د شنبې په ورځ یو شمیر کډوال د سره صلیب د مرستو د ویش پرمهال په کمپ کې سره راټول شوي ول ځینو يي اسوشیتید پرس خبري آژانس ته وویل مونږ سره د څارویو په څیر چلند کیږي، حتی حیوانات هم له مونږ څخه غوره ژوند لري. یو پاکستاني کډوال قاسم وویل:« که دوې مونږ سره مرستې و نه کړي مونږ به مړه شو. مهرباني وکړئ مونږ سره مرسته وکړئ.»

کورشیا ته د رسیدو لپاره، کډوال د پولې په اوږدو کې غرنۍ سیمو کې غیر قانوني لارې غوره کوي. ډیرۍ دغه کډوال پر دغو لارو کې د کورشیا پولیسو له فشار او تاوتریخوالو سر ټکوي.

 

نورې ليکنې