انځور: رویترز
انځور: رویترز

د تېرې شنبې په شپه د فرانسې سرحدي پولیسو بولونی سور مېر سیمه کې په یوه لارۍ کې ۱۷ مهاجر موندلي دي. د موندل شویو له ډلې ۲ تنه یې توقیف خونې ته اچول شوي دي.

د فرانسې سرحدي پولیسو د تېرې شنبې په شپه بولونی سور مېر ته څېرمه یوه لارۍ کې ۱۷ مهاجر موندلي دي.

فرانسوۍ ورځپاڼه له وا دو نورد وایي چې موندل شوي کسان هغه مهاجر دي چې غوښتل یې برتانیا ته ولاړ شي. یوروتونل کې د سختو امنیتي تدابیرو سربېره ځینې کسان لا هم هڅه کوي چې په لاریو کې برتانیا ته ځان ورسوي.

د پا دو کالې د عامې امنیت ادارې بیا په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د موندل شویو له ډلې ۷ تنه یې د سرحدي پولیسو اداري بند کې دي. په وینا یې دوه تنه نور چې «قاچاق وړونکي» دي توقیف خونې ته اچول شوي دي.

تېره اونۍ دوه قاچاق وړونکي په ۳ تر ۵ کلونو پورې تنفیذي بند محکوم شول. دوی څو میاشتې مخکې د پا دو کالې د پولیسو له خوا له هغې وروسته ونیول شول چې هڅې یې کړې وې د مانش کانال له لارې مهاجر برتانیا ته قاچاق کړي. پېښه کې دوه مهاجر مړه شوي وو.

له څه مودې راهیسې فرانسوي ځواکونه تقریباً هره ورځ د فرانسې شمالي سیمې پر لویو لارو او یا سواحلو کې برتانیا ته تلونکي مهاجر نیسي.

د دوشنبې په شپه پولیسو سنګات ساحل کې د هغو مهاجرو مخه ونیوله چې برتانیا ته یې تلل غوښتل. دغه راز د یکشنبې په شپه د کم سنه مهاجرو په ګډون برتانیا ته تلونکي ۴۵ کسان ونیول شول.

ځینې مهاجر برتانیا ته د ورتګ لپاره ځان په لاریو کې پټوي. خو په قاچاقي توګه لاریو کې سفر کول له ګواښونو ډک دي. د ۲۰۱۹ په اکټوبر میاشت کې د برتانیا پلازمېنې لنډن ته څېرمه یوه لارۍ کې د ۳۹ ویتنامیانو مړي وموندل شول. دغه لارۍ د بلجیم له زیبروګ بندر څخه برتانیا ته تللې وه.

 

نورې ليکنې