له ارشیف څخه. انځور: ګیتي اېمېجز، ګرېګور شوستر
له ارشیف څخه. انځور: ګیتي اېمېجز، ګرېګور شوستر

د فرانسې په شمال ختیځه کوینسي سیمه کې لس اریتریایان د یوې لارۍ په ټانکر کې موندل شوي دي. د چارواکو په حواله موټر چلوونکي چې یو پولنډی دی خپله لارۍ کې د کډوالو د شتون په اړه پولیسو ته اطلاع ورکړې وه.

د فرانسې د د شمال ختیځې کوینسي سیمې د دوې دوریګني په تفریحي پارک کې د ۳ ښځو په ګډون ۱۰ اریتریایان د یوې لارۍ په ټانکر کې موندل شوي دي. د دوې سیمې قومندان ژک دېستوس رسنیو ته ویلي چې دغه لاري له تورنې څخه دوې سیمې ته راغلې وه. د ده په خبره موټر چلونکي له هغې وروسته پولیسو ته اطلاع ورکړه چې د لارۍ ټانکر کې یې غږونه اورېدل.

ښاغلي دېستوبس زیاته کړې چې لاري چلوونکي پولیسو ته ویلي وو چې دې دوریګني تفریحي پارک کې به خپله لاري دروي.

نوموړي دا هم ویلي چې دوې سیمه کې ورته پېښې تر دې دمخه هم رامنځ ته شوې. په خبره یې «مهاجر کله له پولیسو څخه تښتېږي او کله هم د هوا او سرحداتو ځواکونو ته سپارل کېږي». 

موندل شوي اریتریایان د لیل ښار سرحدي پولیسو ته سپارل شوي دي. 

بیا ولولئ: فرانسه: سرحدي پولیسو پا دو کالې سیمې ته څېرمه په یوه لارۍ کې ۱۷ مهاجر موندلي

ځینې مهاجر نورو اروپایي هیوادونو ته د ورتګ لپاره ځان په لاریو کې پټوي. خو په قاچاقي توګه لاریو کې سفر کول له ګواښونو ډک دي. د ۲۰۱۹ په اکټوبر میاشت کې د برتانیا پلازمېنې لنډن ته څېرمه یوه لارۍ کې د ۳۹ ویتنامیانو مړي وموندل شول.

دغه لارۍ د بلجیم له زیبروګ بندر څخه برتانیا ته تللې وه.

 

نورې ليکنې