مانش کې مهاجر. انځور: د یورو مېد څار سازمان له ټویټر پاڼې څخه
مانش کې مهاجر. انځور: د یورو مېد څار سازمان له ټویټر پاڼې څخه

د برتانیا د کورنیو چارو وزیرې پریتي پاتل له ټولنیزو رسنیو څخه غوښتي دي چې د مانش کانال له لارې برتانیا ته د تلونکو مهاجرو د سفر په تړاو پوستونه او ویدیوګانې لرې کړي.‌

د بریتانیا د کورنیو چارو زارت پریتي پاتل له ټولنیزو رسنیو څخه د مانش کانال له لارې برتانیا ته د مهاجرو د غیرقانوني سفر په تړاو د ویډیوګانو د لرې کولو غوښتنه کړې ده.‌ نوموړې د ټولنیزو رسنیو کمپنیو ته د یو لیک په استولو ویلي چې دغه ویډیوګانې مهاجر ناقانونه سفرونو ته هڅوي او د منلو نه دي.

نوموړې له هغې وروسته دغه خبره کړې چې پر ټیک ټاک خپره شوې یوه ویډیو ښيي د مهاجرو یوه ډله څنګه له مانش کانال څخه تېرېږي. تر ۸۰۰۰۰۰ ډېرو کسانو دا ویډیو کتلې ده.‌

د کورنیو چارو وزارت ویلی انساني قاچاق وړونکي د مهاجرو د هڅولو لپاره پر فېسبوک، انستاګرام او ټویټر پوستونه کوي.‌ د آغې پاتل په خبره دغه پوستونه خلک «دې ته هڅوي چې د اروپا له یو امن هیواد څخه ووځي او خپل او د خپلو کورنیو ژوند په خطر کې واچوي.‌» نوموړې ویلي‌ قاچاق وړونکي دغه پوستونه څخه د خپل «مرګونی تجارت» لپاره کاروي.

په وینا یې دغه پوستونه دې ته اشاره نه کوي چې خلک په مانش کانال کې مړه شوي او یا په نامناسبو کښتیو کې یې ۱۳ ساعتونه یخو اوبو کې تېر کړي دي.

که څه هم نوموړې ویلي چې ځینو کمپنیو د پوستونو د لرې کولو په برخه کې پرمختګ کړی، خو په وینا یې دوی باید د نارینه و،‌ د ښځو او ماشومانو له مرګ مخکې په چټکه توګه عمل وکړي.

د مهاجرو مدافع بنسټونه بیا وایي چې هېڅوک د یوې خپرې شوې ویډیو پر اساس له مانش کانال څخه د تېرېدو په اړه تصمیم نه نیسي.‌ د کنت ښار د مهاجرو مدافع سازمان د رسنیو مسوله بریجیت چپمن له اسکای نیوز سره خبرو کې د امنو او قانوني لارو د پرانیستلو غوښتنه کړې ده.‌ په وینا یې څوک پر ټیک ټاک د خپرې شوې ویډیو له امله له مانشه نه تېرېږي.‌

د مانش له لارې برتانیا ته د تلونکو مهاجرو د شمېر زیاتوالی

په ورته مهال د فېسبوک یو ویاند قاچاق غیرقانوني بولي او وایي، هغه پوستونه یا اکونټونه چې خلک دغه غیرقانوني کار ته هڅوي پر فېسبوک د فعالیت اجازه نه لري.‌

په خبره یې دوی د یوروپول او د جرمونو د ملي اژانس په ګډون له نړیوالو ادارو سره د غیرقانونی پوستونو د لرې کولو په برخه کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.

په تېرو څو ورځو کې سلګونو مهاجرو د مانش کانال له لارې برتانیا ته ځان رسولی دی. پرون یکشنبه د جون میاشتې ۶مه برتانوي ځواکونو مانش کانال کې ۸۹ مهاجر ونیول. دغه راز تېره جمعه په څلورو بېړیو کې سپاره ۸۳ مهاجر مانش کې نیول شوي ول.‌

د رسمی شمېرو له مخې سږ کال تر دې دمه تر ۴۰۰۰ زیات مهاجر له مانش کاناله په تېرېدو سره برتانیا ته رسېدلي دي. د برتانیا د کورنیو چارو زارت زیاته کړې چې چارواکو دغه هیواد ته د ۴۰۰۰ نورو کسانو د رسېدو مخه نیولې ده.‌

 

نورې ليکنې