آرشيف انځور. | Photo : AlarmPhone
آرشيف انځور. | Photo : AlarmPhone

د مالتا هيواد د چهار شنبې په ورځ ۸۶ هغه مهاجر د هيواد دننه پرېښودل چي په مديترانه کي د آلماني مرستندويه کښتۍ له خوا ژغورل سوي ول.

د مديترانې له سمندر څخه د ژغورل سوو نيمه برخه مهاجر د نادر په نوم مرستندويه کښتۍ له خوا اخيستل سوي ول. پاته کسانو چي د ژغورنې جانکټونه يې اغوستي ول او تر بلې کښتۍ رسول سوي دي.

دغه مهاجر د مالتا هيواد په مربوطو سمندري ساحو کي ژغورل سوي دي. هغوی په يوه کښتۍ کي سپاره ول او کوښښ يې کاوه چي اروپا ته داخل سي. 

د هغه وروسته چي آلماني مرستندويه کښتۍ د مالتا هيواد چارواکو ته خبر ورکړ چي په سمندر کي د مهاجرو کښتۍ مرستي ته اړتيا لري، نو چارواکو د ليبيا سمندر ساتي ځواک ته احوال ورکړ. خو د مهاجرو د کښتۍ سپرلو نه غوښتل چي د ليبيا د سرحدي ځواک کښتۍ ته پورته سي. 

د آلمان د خبري آژانس په خبر کي راغلي چي دغه مهاجر په يوه وړه کښتۍ کي سپاره ول. زيات انسانان کوښښ کوي چي د تونس او ليبيا څخه د وړو او تر اندازې په انسانانو ډکو کښتيو کي ځان تر اروپا ورسوي.

دا په دې هيله چي په اروپا کي به بهتر ژوند او روزګار ومومي. خو د مديترانې د مهاجرت لاره یوه له تر ټولو خطرناکو لارو څخه ګڼل کيږي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر اساس په روان کال په دغه لاره تر ۶۸۰ څخه زيات انسانان مړه سوي دي.

زيات اروپايي هيوادونه اندېښنه لري چي که مهاجر ومني نو دغه به نور مهاجر دغه هيواد ته راجلب کړي. خو مهاجر چي په دغو کښتيو کي سپاره وي په دې نه وي راضي چي بېرته افريقا ته ستانه کړل سي. دا په داسي حال کي چي په ليبيا او تونس کي د مهاجرو سره د ناوړه چلن راپورونه ورکول کيږي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې