د سویډن د کډوالۍ اداره. انځور: سویډن راډیو
د سویډن د کډوالۍ اداره. انځور: سویډن راډیو

په افغانستان کې د ناامنیو د ډیریدو له امله سویډن د افغان کډالو د ایستلو لړۍ ځنډولې.له دې وړاندې فنلنډ هم د افغانانو دایستلو پروسه ځنډولې وه.

د سویډن راډیو نن جمعه خبر ورکړ چې د سویډن د کډوالۍ ادارې، په افغانستان کې د ناامنیو او د دغه هیواد په ګڼو سیمو کې د طالبانو د ولکې د ډیریدو له امله د کډوالو ایستل ځنډولی. د سویډن د کډوالۍ له ادارې څخه کارل بکسلیوس ویلي :« دغه پریکړه سمدلاسه د اجرا وړ ده او تر راتلونکي اطلاع پورې به دوام ولري.»

د سویډن د کډوالۍ ادارې دغه چارواکی وايي چې دامهال پر ۷۰۰۰ افغانانو د اخراج پریکړه شوې. دغه پریکړه د یادو افغانانو د اخراج مخه نیسي.

له دوې وړاندې د فنلنډ د کډوالۍ ادارې هم د دوشنبې په ورځ د جولای په ۱۲ مه د افغانانو د ایستلو د درولو خبر ورکړی و.

نور ولولئ: فلنډ د افغان کډوالو د ایستلو پروسه ځنډوي

دغه اروپايي هیوادونه وروسته له هغه دغه پریکړه کوي چې په وروستیو کې د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت له اروپايي هیوادونو غوښتي و چې د دریو میاشتو لپاره دې د افغان کډوالو د ایستلو پروسه و دروي.

 

نورې ليکنې