آرشيف انځور
آرشيف انځور

اروپايي اتحاديه و لتوانيا هيواد ته ۳۶ مليونه ډالره مرسته ورکوي. د مهاجرو د زيات شمير له کبله د بيلاروس او لیتوانيا پر پوله فشار زيات سوی دی.

لیتوانيا به په ټوليزه توګه د اروپايي اتحاديې د پناه غوښتنې، مهاجرت او ادغام له ځانګړي صندوق څخه ۳۶،۷ مليونه يورو بېړنۍ مرستي ترلاسه کړي. چارواکو ويلي چي دغه پيسې، د مهاجرو د کمپونو، طبي مراقبت، کرونا قرنطېن او د جامو او خوراک له پاره دي. په دغو پيسو به هغه کاري ډلې هم تمويل کيږي چي د انساني قاچاق د ممکنه قربانيانو موندل او ورسره مرسته کول يې دنده ده.

دا په داسي حال کي ده چي په نژدې ورځو کي به غيرعادي توګه زيات شمير انسانان بېله اړوند اسنادو او اجازې له بېلاروس يا سپيني روسيې څخه لتوانيا ته واوښتل.

له همدې کبله د لتوانيا پارلمان د چهارشنبې په ورځ د سپيني روسيې سره پر سرحد د کټاره درولو منظوري ورکړه. خو د اروپايي اتحاديې د کميسيون وياند د آلمان خبري آژانس ته وويل چي د اروپايي اتحاديې له ياد ځانګړي صندوق څخه به لتوانيا ته ورکول سوي پيسې د سرحدي کټارې پر جوړولو نه مصرف کيږي.

د سپيني روسيې واکمن الکزاندر لوکاشېنکو په تيرو وختونو کي په ښکاره ګواښ کړی ؤ چي د افغانستان، عراق او سوريې مهاجر به له خپلې پولي اروپايي اتحاديې ته پرېږدي. دا د اروپايي اتحاديې له خوا پر سپينه روسيه د بنديزونو د لګول کيدلو په غبرګون کې.

په زياته لتوانيا د سپيني روسيې له سرحد څخه ورته راتلونکو مهاجرو تر فشار لاندي زيات راغلی هيواد دی. لتوانيا له همدې کبله په بعضو خپلو سيمو کي بېړنی حالت اعلان کړی دی.

د دغه هيواد د سرحد ساتونکو په وينا د روان عيسوي کال له پېل راهيسي ۴۱۰۰ ناقانونه مهاجر له سپيني روسيې څخه لتوانيا ته داخل سوي دي. په وينا يې دا په سپينه روسيه کي د مدني ټولني او دموکراتيک حزب اختلاف په وړاندي د قيوداتو له کبله. د سپيني روسيې او اروپايي اتحاديې تر منځ دمګړی اړيکي په لوړه اندازه ستونزمني دي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې