له کابل څخه فرانسې ته د افغانانو د ایستلو بهیر. د کابل هوايي ډګر. اګست ۲۰۲۱. انځور: فرانس پرس
له کابل څخه فرانسې ته د افغانانو د ایستلو بهیر. د کابل هوايي ډګر. اګست ۲۰۲۱. انځور: فرانس پرس

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت «د بحران مرکز» ځانګړي څانګه د افغانانو سره مرسته کوي ترڅو په بیړنۍ ډول خپلې کورنۍ فرانسې ته راوغواړي. دا چې دغه کار څه ډول ترسره کیږي کډوال نیوز په دې اړه جزییات راټول کړي.

څوک کولای شي چې «د بحران مرکز» ته درخواست وکړئ؟

دا چې اوسمهال افغانستان له یو بشري ناورین سره مخامخ دی ګڼ شمیر افغانان د هیواد د پریښودلو په هڅه کې دی. له همدې امله کډوال نیوز هڅه وکړه چې له افغانستان څخه فرانسې ته د راتګ په اړه معلومات چمتو کړي.

لاندې کتګوریو کې افغانان کولای شي د بحران په مرکز کې خپل درخواست ثبت کړي:

هغه افغانان چې په افغانستان کې وي او دا مهال له تاوتریخوالي او ځورونې له خطر سرخ مخامخ وي. د دې ترڅنګ په فرانسه کې میشت افغان کډوال چې د کورنۍ غړي يي په افغانستان کې وي او د کورنیو په غړو کې میړه، ماشومان، والدین، ​​ورو، خویندې او ښايي د کورنۍ نور نږدې غړي هم شامل شي.

همدارنګه هغه افغانان چې په افغانستان کې یی د فرانسې دولت لپاره کار کړی وي کولای شي دغه پروګرام ته خپله غوښتنه ثبت کړي.

حتمي نه ده چې خپله شخص په مستقیم ډول خپله غوښتنه ثبت کړي، انجمنونو او خیریه ټولنې هم کولی شي په دې برخه کې مرسته وکړي.

له دغه لارې کولای شئ اړیکه ټینګه کړئ او خپل معلومات ثبت کړئ. همدارنګه کولای شئ د ایمیل له لارې خپل معلومات واستوئ:

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د بحران مرکز

د اړیکې شمیره: 33153591110+

شمیره 24 ساعته د لاسرسي وړ ده.

ایمیل: alertes.cdc@diplomatie.gouv.fr

ویب سایت:

https://lannuaire.service-public.fr/gouvernement/administration-centrale-ou-ministere_178320

د یادولو ده چې د ټیلفون د ځواب لپاره باید یو ساعت او ۴۰ دقیقي انتظار وباسئ.

د کورنۍ د غوښتلو لپاره حتمي ده چې د ټیلفون له لارې لاندې معلومات وړاندې کړئ او یا د ایمیل له لارې يي واستوئ تر څو پر دوسیه مو غور وشي:

- په فرانسه کې قبولي ولرئ او یا د جانبي محافظت څخه برخمن اوسئ. د فرانسي اقامت ولرئ او یا پناه غوښتونکي اوسئ.

- د خپلې کورنۍ د غړو لاندې معلومات ور کړئ: نوم، تخلص، د زیږون نیټه، د کورنۍ اړیکې، تیلیفون، بریښنالیک.

د معلوماتو د ثبت وروسته څخه کیږي؟

یادې شمیرې سره له اړیکې وروسته ، د بهرنیو چارو وزارت د بحران مرکز غوښتنه کوي چې ستاسو ثبت شوي معلومات و څیړي. د یادولو ده چې د اوس لپاره د کورنۍ د غوښتلو بشپړ تضمین شتون نلري خو ستاسو غوښتنه ثبت کیږي.

د هندوستان او ایران له لارې د فامیل غوښتل

ټول هغه افغانان چې په فرانسه کې قبولي ولري اوس کولای شي چې په هندوستان او ایران کې د فرانسې له سفارت څخه د فامیل د راوستلو غوښتنه وکړي. البته د یادولو ده چې په پاکستان کې د فرانسې سفارت په دې برخه کې خپل کارونه ځنډولي.

د افغانستان اوسنۍ بحران ته په پام سره، هند د ویزو نوي ډول چې (e-Emergency X-Misc Visa) نومیږي اعلان کړی. دا چې په هند کې د افغانستان سفارت تړلئ نو افغانان کولای شي د انټرنټ له لارې دغه بریښنايي ویزه ترلاسه کړي. دغه ویزه وړیا ده.

 ویزه څنګه ترلاسه کړو؟

لاندي مراحل باید ترسره شي:

1      - دغه ویب سایټ ته ولاړشئ: https://indianvisaonline.gov.in/evisa/tvoa.html

2      - د ویزې ډول (e-Emergency X-Misc Visa) و ټاکئ.

3      - « Apply of e visa» باندې کلیک وکړئ.

4      - له دې وروسته فورمه ډکه کړئ.

 په فرانسه کې میشت افغان کډوال کولای شي چې د ایران له لارې د خپل فامیل د راغوښلو لپاره لاندې ایمیل سره اړیکه و نیسئ:

afghans-visas.teheran@diplomatie.gouv.fr

 

نورې ليکنې